نړۍ

اورکزو ايجنسۍ کې يوې بمي چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي۱۵مه، ۱۳۹۳ل) : تېره ورځ ماښام مهال د پاکستان په اورکزيو ايجنسۍ کې يوې بمي چاودنې څلور کسان وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي . سيمه ايزو چارواکو ويلي چې دغه چاودنه د کوز اورکزيو ايجنسي مرکز ته څېرمه په کلايه سيمه کې د واليبال په ميدان کې د لوبې پر مهال شوې چې څلور کسان پکې وژل شوي او نژدې اته کسه نور ټپيان دي چې دا مهال سيمه ايز روغتون او د کوهاټ مرکزي روغتون ته رسول شوي دي .

چارواکو ويلي ښايي دغه چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې د واليبال په دغه ميدان کې ځای پر ځای شوي وي او د ريموټ کنټرول په ذريعه چاودنه ورکړل شوې وي . د دوی په وينا په ټپيانو کې د دوو يې روغتيايي حالت د اندې ښنې وړ دی او ښايي د مړو شمېر پورته شي .

د اورکزيو دغه سيمه چې چاودنه پکې شوې د کلايه په نوم ياديږي او ځينې خلک ورته حسيني هم وايي چې د دې ځای ډېری وګړي شيعه ګان دي . تر دې مخکې هم څو څو ځله په اورکزيو ايجنسۍ کې چاودنې شوې دي . د دې اوسنۍ پېښې مسؤليت تر اوسه چا نه دی منلی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x