له سمارټ فون څخه خپل موټر کنټرول کړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): هیوندای (Hyundai) موټر جوړولو کمپنۍ نوی اپلیکیشن کاروونکو ته وړاندې کړی چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي له خپل سمارټ فون څخه خپل موټر کنټرول کړي.

دغه اپلیکیشن چې بلو لینک (Blue Link) نومیږي د ټول انډرایډ اپریټنګ سیسټم لرونکي سمارټ ساعتونو کې هم کارول کیدی شي. کاروونکي کولی شي له دغه اپلیکیشن څخه د سوني، ایل جي، سامسنګ او اپل کمپنۍ سمارټ ساعتونو کې ګټه پورته کړي.

د دغې اپلیکیشن په مرسته کاروونکي کولی شي خپل موټر چالان کړي، د موټر دوازې خلاص او بند کړي او یا هم د موټر څراغونه او یا اشارې ولګوي. همداراز کاروونکي د دې اپلیکیشن په مرسته کولی شي خپل موټر پیدا کړي.

دغه اپلیکیشن د کاروونکو غږیز امرونه هم پر ځای کوي د مثال په ډول که کاروونکی ووايي زما موټر چالان یا کلپ کړه نو دغه غږیز امر به هم پر ځای شي او موټر به چالان یا کلپ شي.

بلو لینک په ۲۰۱۲ زیږیدیز کال کې د دغې کمپنۍ لخوا معرفي شوی و چې اوس د دغې کمپنۍ د موټر په ځینې ماډلونو کې لکه سوناتا (Hyundai sonata)، ازرا (Hyundai Azera) او جنسیس (Hyundai Genesis) کې کارول شوي او عملي کار کوي.

هیره دې نه وي چې دغه اپلیکیشن یوازې د هیوندای کمپنۍ لخوا جوړ شوي موټرو کې کار کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د