افغانستان

غزني: د طالبانو په برید کې د خصوصي امنیتي شرکت ۵ ساتونکي وژل شوي

privete_security_gaurdsنن ټکی آسیا: د غزني ولایت د اب بند او قرباغ ولسوالیو تر منځ د طالبانو په برید کي د خصوصي امنیتي شرکت ۵ تنه ساتونکي ووژل شول.

په دغه اړه د سیميیزو چارواکو ویلي چي نن سهار په سیمه ایز وخت د لسو بجوا په شاوخوا کې طالبانو د غزني ولایت د اب بند او قرباغ ولسوالیو تر منځ د یو خصوصي امنیتي شرکت د ساتونکو پر کاروان برید وکړ،

چي له کبله يې ددغه خصوصي شرکت ۵ ساتونکي ووژل شول.

خو دا چي کوم شرکت په نښه شوی، تر اوسه هغوی معلومات نه دي ورکړي، او نه يې هم د مخالف طرف طالبانو په اړه د کومي مرګ ژوبلي راپور ورکړی.

په دغه اړه دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن طالبانو د آب بند ولسوالۍ د زنده خیل په سیمه کې د اکمالاتي کاروان پر موټرو د سپکو او درندو وسلو برید وکړ، چي تر یوه ساعته يې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه چي ددې برید په ترڅ کې ۴ سرف ډوله موټر، ۲ کرولاوي له منځه ولاړې، او ورسره ۸ تنه ساتونکي ووژل شوه، او ۱۰ نور ټپیان شوه.

مجاهد د یو شمېر وسلو نیول خبر هم ورکړ، او په جګړه کې يې د دوو تنو طالبانو  ټپي کېدل يې هم ومنل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x