نړۍ

نايجريا : بوکو حرام يوه مهمه نړيواله پوځي اډه نيولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي۱۵مه، ۱۳۹۳ل) نايجريايي رسنيو ويلي په دې هېواد کې فعالې وسله والې ډلې «بوکو حرام» دې هېواد کې يوه مهمه او نړيوله پوځي اډه نيولې ده .

چارواکو ويلي چې د بوکو حرام جنګياليو د دې هېواد په شمال ختيځ کې د باګا ښار او په دې ښار کې مهمه او نړيواله پوځي اډه نيولې ده . په دغه پوځي اډه کې د نايجريا ، چاد او نيجر دريو هېوادونو ځواکونه مېشت وو . په دغه پوځي اډه د بوکو حرام جنګياليو د شنبې په سهار بريدونه پيل کړل او ديکشنبې په ورځ يې دا ښار او په دې ښار کې مېشته پوځي اډه بشپړه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده .

د بورنو ايالت يو سناتو رسنيو ته ويلي چې د بوکو حرام له خوا په باګا ښار او دې ښار کې پرته پوځي اډه باندې سخت بريدونه وکړل چې بيا له بريده وروسته د يکشنبې په ورځ دې اډه کې مېشتو ځواکونو دغه پوځي اډه خوشې کړه او ترې ووتل . باګا ښار د دې هېواد په شمال کې وروستی هغه ښار دی چې د حکومت تر ولکې لاندې ؤ اوس نو تقريباً د دې هېواد ټوله شمالي برخه د بوکو حرام تر ولکې لاندې ده . له دې ښار څخه ځينې خلک چاد ته تښتېدلي دي او ځينې نور بيا د دې هېواد نورو برخو ته تښتېدلي دي . دغه پوځي اډه په «۱۹۹۸» کال کې چاد سره پر پوله د جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې وه مګر په ورستیو کې يې د بوکو حرام په ضد جنګ هم پيل کړی ؤ . تر دې مخکې بوکو حرام ډېر ښارونه ونيول او هر ځل تر لږ مقاومت وروسته د دې هېواد پوځيان تښتي او جنګ بايلي . چې له دې امله څه موده مخکې د دې هواد محکمې ډېری پوځيانو ته د اعدام سزا واوروله ، خو پوځيان بيا وايي چې دوی سره دومره وسلې نشته لکه څومره چې بوکو حرام سره دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

دا چه د مسلمانانو په مقابل کی څوک د مقاومت توان نه لری همدا د کفارو او مسلمانانو دپاره د ایمان ټینګښت او د اوجت مورال لرلو په معنی دی ، چه رښتینی مسلمانان ، غلامان مسلمانان او وحشی کفار تری عبرت واخلی ، یعنی له دی وروسته مسلمانان له مقاومت ونه ډآریږی ، غلام مسلمانان د کفارو غلامی پریږدی او د کفارو پښی لا وریږدیږی ، له مسلمانو مجاهدینو یی خوف او حزن په سینو او زړونو کی و ټوکیږی دا ځانله په نایجریا کی داسی نه ده په هغه هیوادوو کی چه مسلمانان پاڅیدلی جهاد یی پیل کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x