روغتیا

ناروغۍ مختلف ډولونه او درمل يي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): نن مو د ناروغۍ له مختلفو ډولونو او د نوموړي ناروغیو د درملنې له طریقې سره اشنا کوو. دغه لنډې طریقې د بدن نورو برخو ته له زیان رسولو پرته په طبیعي ډول ستاسې روغتیايي مشکل حلوي.

۱- خیټې اضافي وزن:
در ورځې پنځه ګیلاسه شین چای په انسان کې اضافي وزن کموي او په خاص ډول د خیټې شاوخوا اضافي وزن کمولو کې ډیر ګټور ثابتیږي.

۲- سر درد او ذهنی فشار:
د سر درد او ذهنی فشار لپاره پنځه دقیقې خپل پښې له یو دیوال سره په هوا او سر مو پر ځمکه کیږدئ. له دې عمل سره د سر په برخه کې د وینې جریان زیاتیږي او د سر درد او ذهني فشار له منځه وړلو کې مرسته کوي.

۳- د سر درد چټک درملنه:
د شدید سر درد او مختلف ډولونو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل د انګور جوس دی. د انګور جوس په چټک ډول د سر درد مختلف ډولونه له منځه وړي.

۴- سګریټ:
هغه کسان چې سګریټ څښي د هغوي په سږو کې زیاته اندازه نیکوتین جمع کیږي. د کیوي میوه نه یوازې له بدن څخه نیکوتین پاکوي بلکه د سګریټ په بریښودلو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

۵- خپل روغتیا حاصلول:
انسان ډیر چټک په ناروغۍ اخته کیږي خو بیرته رغیدل او خپل طبیعي حالت ته رسیدل په اونیو او میاشتو وخت نیسي. که غواړئ خپل رغیدو مرحله چټکه کړی نو د ګیلاس (Cherry) نومې میوې جوس له زیات نه زیات استعمال کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

هر چا چی دا مطلب لیکلی هیله ده د سردرد د درملنی طریقه اصلاح کړی ځکه:

که چرته سردرد د جیګ فشار له امله منځ ته راغلی وی نو که چرته ستاسی په وینا هغه سړی ځان سرچپه کړی نو د هغی د سر د رګونو د پړسیدو یا حتی د چاودیدو امکان هم شته (کیدای شی چی له منځه لاړ شی) د راس په تومورونو کی دا میتودونه کاملا غلط ثابیتیداش شی هیله ده چی اصلاح یی کړی –

فکر کوم دا مطلب د سر د عادی دردونه لباره ده نه د مغلقو واقعیاتو لپاره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x