فيسبوک او ټويټر د اسلام ضد خپرونو او ويډيوګانو ملاتړ کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې فيسبوک اوټويټر تولنيزې شبکې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پاروونکې او سپکوونکې ليکنې او ويډيوګانې نه لرې کوي، سره له دې د توکمپالنې ضد ګڼو ډلو له دغو ادارو څو څو ځل د دغو پاروونکو ويډيوګانو اوخپرونو د لرې کولو غوښتنه کړې، مګر تر اوسه هم فيس بوک او ټويټر ادارې په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

انډيپينډينټ پر بي بي سي عربي خپرو شوو هغو خبرو ته اشاره کړې، چې لويديځوال مسلمانانو پر جنسي ځورونې او تېريو تورنوي او د ټولنې سرطان يې بولي.

د انډيپينډینټ له قوله په دغو تولنيزو شبکو کې تر ټولو خطرناکې څرګندونې هغه دي، چې لويديځوال د برتانوي مسلمانانو د اعدام غوښتنه کوي او د دې ټولو ګواښونو سربېره بيا هم د ګواښکوونکو اکاونټونه هماغسې فعال دي.

انډيپينډينټ زياتوي، چې د فيسبوک او ټويټرو ادارو ته په دې اړه ګڼ شکايتونه شوي، مګر دوی يې په ځواب کې ويلي، چې د دغو خلکو څرګندونې د ادارې له کړنلارې سره په ټکر کې نه دي.

انډيپينډينټ د مذهبي چارو د څارونکی فياض مغل له قوله ليکلي، چې ټويټر او فيسبوک څو څو ځله د اسلام او مسلمانانو ضد خپرونو په اړه شکايتونه تر لاسه کړي او دغه ګواښونه ډېر د برتانوي ښې اړخي افراطي ډلو له لخوا خپريږی.

مغل زياتوي، که څوک د دغو ګواښونو بالمثل ځواب ووايي او د سپين پوستو برتانويانو د اعدام غوښتنه وکړي، نو په سبا يې بيا اکاونټ بند وي.

ورځپانه د برتانوي امنيتی چارواکو له قوله ليکي، چې د تېر اکتوبر مياشت کې نوې ترسره شوې سروې کې څرګنده شوې، چې د تېر ۲۰۱۴م کال په ترڅ کې برتانيا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه او تاوتريخوالی ۶۵٪ سلنه زیات شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د