افغانستان

کابل: پر بهرنیانو سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل  ښار په ختیځه څنډه کې د بهرنیانو په کتار سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قومنداني ویاند حشمت ستانکزی وايي چې سرتيري بریدګر د نهمې امنيتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنیانو له کتار سره جنګولی دی.

د نوموړي په خبره په برید کې شپږو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او په خبره يې شپږ واړه عام وګړي دي.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی او ويلي يې دي چې برید د دوی ملګري د موټر په وسیله ترسره کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه کې لیکي چې نن يې د یکه توت په سیمه کې د سرتيري برید په پایله کې ګڼو بهرنیانو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

بل اړخ ته په کابل کې د اروپايي ټولنې مطبوعاتي دفتر ویلي چې برید دوی په بهرنیو کارکوونکو شوی، خو د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ويلي.

یاده دې وي، دا نوي میلادي کال له پیل سره لومړ سرتيري برید دی، چې په کابل کې بهرنیان په نښه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د نوي میلادي کال له پیل سره افغان عسکرو د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی او بهرنیانو ورسره د قاطع ملاتړ ترسرلیک لاندې د روزنې، تمویل او مشورې لړۍ روانه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x