هرات: د چاودیدونکو توکو او نورو مهماتو ډک ټیلر موټر ونیول شو
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ډک ټیلر موټر ونیول شو.
د هرات ولایت څخه د لویدیځ زون د پولیسو ویاند عبد الرؤف احمدي ویلي چي دغه موټر چي په زیاتو مهماتو بار وو، نن د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد په سیمه کي د امنیتي چارواکو له خوا ونیول شو.
هغه زیاته کړه، چي په نومړي موټر کي ۱۰۰۰ عدده د وسایطو ضد ماینونه، ۵۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، او ۱۲ چاودېدونکي واسکټونه او نور ډول ډول مهمات ځای پر ځای شوي وه، چي د پولیسو لاسته ورغله.
د نومړي په وینا ددغه موټر سره ۴ کسه هم نیول شوي چي ټوله يې د همدې سیمي اوسیدونکي دي.
عبد الرؤف احمدي وویل چي نیول شوي مواد په پاکستان کي جوړ شوې او د شینډنډ له لاري د هرات ښار ته وړل کیدل چي د پولیسو له خوا کشف او ونیول شول.