نړۍ

عراقي سرحد ته څېرمه د سعودي دوه امنيتي چارواکي وژل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختي په يو وسله وال بريد کې د سعودي عربستان د سرحدي عسکرو د يو جنرال په ګډون دوه تنه وژل شوي او يو يې ټپي دی.

راپورونه وايي، چې د امنيتي عسکرو په ډزو دوه بريدګر هم وژل شوي دي.

د روان ۲۰۱۵ کال په پيل کې دا لومړۍ امنيتي پېښه ده.

د سعودي رسمي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې نن سهار وختي سرحدي عسکرو د هېواد شمال عراق سرحد ته څېرمه ګزمه کوله، چې دوو وسله والو پرې بريد وکړ.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت وياند منصور الترکي وايي، چې د سرحدي عسکرو په ځوابي ډزو کې يو بريدګر ووژل شو او دوهم يې له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې د بريدګر په ګډون دوه امنيتي چارواکي یې ووژل.

راپورونه وايي، چې په ياده پېښه کې يو جنرال او یو عام عسکر وژل شوی او يو يې ټپي دی.

د سعودي امنيتي چارواکي وايي، چې سيمه يې کلابنده کړې او د نورو شکمنو پلټنه يې پيل کړې ده.

سعودي چارواکو د وژل شوو عسکرو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، مګر د سعودي «الوطن» ورځپاڼې په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې په وژل شوو کې يو تن د سعودي شمال کې د سرحدي عسکرو يو جنرال عبدة البلوي هم دی.

 

د سعودي شمال کې د سرحدي عسکرو قوماندان جنرال عبدة البلوي
د سعودي شمال کې د سرحدي عسکرو قوماندان جنرال عبدة البلوي

سعودي چارواکو د تېر کال جولايي مياشت کې د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي و، چې د هېواد شمال عرعر سيمه کې د عراق سرحد ته په ۱۵ کيلو ميټرۍ کې درې توغندي لګېدلي وو، مګر څه مرګ ژوبله يې نه وه اړولې.

الاناضول خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله وايي، چې تېره ورځ يې د هېواد شمال عراقي سرحد ته څېرمه يې د اسلامي دولت يو وسله وال بريد په شا تمبولی دی.

له تېر یو کال راهيسې، چې اسلامي دولت د عراق سني سيمې نيولي سعودي عربستان دېرش زره ځواکونه د هېواد شمال عراقي سرحد سره ځای پر ځای کړي تر څو د اسلامي دولت د بريدونو مخنيوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x