افغانستان

عاجل خبر: دکابل په زړه انترکانټیننټل هوټل کې شدیده جګړه روانه ده

kabul_police_at_night_attack_on_hotalله کابل نه په تازه ترلاسه شویو راپورونو کې راغلي نن دشپې شاوخوا لس بجې دکابل په یوه ترټولو مجهز خارجي میلمستون انترکانټیننټل هوټل کې شدیده جګړه روانه ده. خبر زیاتوي په هوټل کې دننه په داسي حال کې د درنو چاودنو اوازونه اوریدل شوي چې په هوټل کې دخارجی او داخلي لوړو پوړو چارواکو ترمنځ غونډه روانه وه .

 

یوه دولتي چارواکي دنوم نه ښودل په شرط ویلي چې هوټل ته تردریو کسانو زیات په وسلوسمبال وسلوال ننوتلي ،تراوسه یې یوه تنه حمله هم ترسره کړې اونور کسان لا مقاومت کوي.

 

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپېښې مسولیت منلي .نوموړي رسنیو ته به خبرو کې ویلي ددوی څو تنه فدايي مجاهدین کانټیننټل ته ننوتلي او اوس مهال به جګړه بوخت دي ،مجاهد وايي چې په هوټل کې دننه په جګړه بوخت یو ه مجاهد ورته په ټلیفوني تماس کې ویلي چي ملګري یی خورا په بریالیتوب سره جکړه به مخ بیایی ،ګڼ شمیر خارجیان یې وژلي .

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې اوس هم دهوټل دننه ددرنو چاودنو او راکیټونو اوازونه اوریدل کیږی دپیښې له ځايه داور لوخړې پورته کیږی.

دپیښې تفصیل به وروسته پر لیکه شي

{flvremote}http://static1.sky.com/feeds/skynews/latest/flash/280611-kabul-online-2030-online.flv{/flvremote}

دکابل دپولیسو سرقومندان رسنیوته ویلي چي بریدکونکي شپږکسه دي چي تراوسه پوري له امنیتي کسانو سره په جګړه بوخت دي، یوه عسکر وویل دری سرښندونکو خپلو څانونو ته دهوټل په مخامخ ګیټ کي او دهوټل دشالخواسرښندونکي بریدونه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي زیاته کړه نن په هوټل کي دافغانستان دمختلفو ولایتونو دولایانو غونډه روانه وه کیدای شي دبریدکونکوهدف همدغه کسان وو، دبی بی سي خبریال له سیمي څخه په څپل راپور کي وویل چي انټرکانتینانټل هوټل په کابل یو له هغه څایونوڅخه وو چي ډیرامنیتي تدابیر یی نیول شوی ول، اوکوم څوک چي غواړي هوټل ته ننوزي باید له ډیرو امنیتي پوستو څخه تیرشي، نوموړي زیاته کړه حتی دهوټل امنیتي تدابیر دکابل دهوایی ډګر په سویه نیول شوی ول.

له هوټل څخه رواتلي یوکس رسنیوته وویل چي برید هغه وخت ترسره شو کله چي ډیری کسانو په دهوټل په رستورانټ کي دماښام ډوډي خوړه،نوموړي زیاته کړه زه خپله دهوټل په دوهم پوړکي وم،کله چي برید پیل شوما دهوټل ددوهم پوړ له کړکي څخه  راټوپ وهل ترڅو ځان  وژغورم.

یو بل عیني شاهد وویل په هوټل کی افراتفري خوره وه دپولیسو له لوري پرمیلمنو باندي ږغونه کیدل؛ په خپلو کوټوکی پاته شي اودروازي چاته مه خلاصه وي، دافغانستان دڅارګري اداري یوه کارکونکي رسنيو ته وویل یوه بریدکونکي دهوټل بام ته ختلی دي او له هغه ځایه  دافغانستان دولسمشر دمرستیال قسیم فهیم پرکورچي هوټل ته څیرمه پروت ده ډزي کوي.

نوموړي زیاته کړه مونږ کوښښ کوو چي دمیلمنو ژوند وژغورو ځکه بی شماره میلمانه اوس هم په هوټل کي بند پاتي دي، په سیمه کي بریښنا قطع شوی دي اوشاوخواکوڅي له عسکروټکی دي، وهوټل ته څیرمه اوسیدونکي یوکس عبدالروف زیاته کړه تراوسه پوري جګړه روانه ده اودمرمیو لمبي لیدل کیږي چي هواته پورته کیږي.Tracer rounds are fired during an attack on the Intercontinental Hotel in Kabul (28 June 2011)

داسامه له شهادت څخه وروسته که څه هم دافغانستان په نورو سیموکي دافغاني اوبهرنیو ځواکونو په وړاندي دطالبانو بریدونه توند شوی وو، خوکابل نسبتا مخکي کلونوته ارام وو، په کال ۲۰۰۸ کي طالبانو دکابل ډیرمشهوره هوټل (سرینا هوټل)  تربرید لاندي راوستی، چی له کبله یی یوامریکایی، یودناروي او دیوي فیلپیني ښځي په شمول اته کسه وژل شوی ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x