
ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید شوی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هوايي ډګر سره نېږدې پر بهرنیو ځواکون سرتیری برید شوی دی.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند د برید پخلی کړی او نور جزییات يې نه دي ورکړي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تر چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو ټانک اور اخېستی او د پېښې په سیمه د امریکايي پوځيانو چورلکې ګرځي.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې برید شاوخوا ۳ بجې د دوی یو سرتیري ملګري د موټر په وسیله کړی دی.
مجاهد همدا راز د ګڼ شمېر تلفاتو خبر هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې چې له غرمې وړاندې د کابل ښار په ۹مه حوزه کې د یکه توت په سیمه کې د اروپايي اتحاد پر پولیسو سرتیری برید وشو.
په دغه برید کې د دولتي چارواکو له قوله ۱ کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او د درنو تلفاتو خبر یې ورکړی دی.