نن په انځورونو کي

کابل: پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید – انځورونه

نن ټکی اسیا (مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ښار په ختیځه څنډه کې د بهرنیانو په کتار سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قومنداني ویاند حشمت ستانکزی وايي چې سرتيري بریدګر د نهمې امنيتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنیانو له کتار سره جنګولی دی.

د نوموړي په خبره په برید کې شپږو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او په خبره يې شپږ واړه عام وګړي دي.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی او ويلي يې دي چې برید د دوی ملګري د موټر په وسیله ترسره کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه کې لیکي چې نن يې د یکه توت په سیمه کې د سرتيري برید په پایله کې ګڼو بهرنیانو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

بل اړخ ته په کابل کې د اروپايي ټولنې مطبوعاتي دفتر ویلي چې برید دوی په بهرنیو کارکوونکو شوی، چې له کبله يې ۵ تنه بهرنیان وژل شوي.

 

10429412_1403083739985302_5729974666354894070_n

10458365_1403083569985319_4847887274335831693_n

10888487_1403083686651974_6517774748086237806_n

10888775_1403083679985308_5104239986884415044_n

10891440_1403083606651982_7219242221144482539_n

16205_1403083576651985_5929172160375008873_n

10917859_1403083616651981_4801558785258389149_n

10923230_1403083696651973_4893844176230083706_n

10924737_1403083689985307_6388323245059262391_n

kabul_5-1-2014 (1) kabul_5-1-2014 (2) kabul_5-1-2014 (3) kabul_5-1-2014 (4) kabul_5-1-2014 (5) kabul_5-1-2014 (6) kabul_5-1-2014 (7) kabul_5-1-2014 (8) kabul_5-1-2014 (9) kabul_5-1-2014 (10) kabul_5-1-2014 (11) kabul_5-1-2014 (12) kabul_5-1-2014 (13) kabul_5-1-2014 (14) kabul_5-1-2014 (15) kabul_5-1-2014 (16) kabul_5-1-2014 (17) kabul_5-1-2014 (18)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x