په پنځمه ورځ د بهرنیانو شپږمه الوتکه را ولوېده، او دوه عسکر ووژل شوه
نن ټکی آسیا: نن ورځ د بهرنیو ځواکونو رسنیز په پنځو ورځو کي خپل د ۶ الوتکي د راغورځیدو خبر ورکړ.
په کابل کي د بهرنیانو د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چي نن د افغانستان په ختیځه برخه کې د ایساف یو بې پلوټه الوتکه وغورځیده.
د خبرپاڼي پر اساس د الوتکي د راغورځیدو پر وخت په سیمه کي د وسلوالو مخالفینو د فعالیت څرک نه لیدل کیده،
خو زیاته وي چي پيښه تر تحقیق لاندي ده.
که څه هم بهرني ځواکونو د پيښي دقیق ځای نه دی ښودلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د دوه بجو په شاوخوا کې طالبانو د کنړ ولایت د خاص کنړ په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه څارګره الوتکه په ډزو وویشته او ښکته يې را وغورځوله.
باید وویل شي چي په وروستیو پنځو ورځو کې دا د بهرنیو ځواکونو ۶ الوتکه ده چي په افغانستان کي ښکته را غورځیږي، چي په هغو کي ۳ چورلکي، او ۳ بې پلوټه الوتکي دي.
د یادوني وړ ده چي د شپږو سرو الوتکو په اړه بهرني ځواکونو ادعا کړې چي د مخالفینو په ډزو نه دي را غورځیدلي، او طالبانو ویلي چي ددوی په ډزو را لویدلې، او د چورلکو په پيښو کي درنه مرګ ژوبله هم بهرنیانو ته رسیدلې.
په دوو نورو جلا جلا خبرپاڼو کي بهرنیو ځواکونو منلي چي نن او پرون د افغانستان په جنوب کې ددوی دوه عسکر د طالبانو په مخامخ برید او چاودنه کي وژل شوي دي.
چي ددې عسکرو په مرګ سره د بهرنیو ځواکونو د مړو شمېر په روانه میلادي میاشت کي ۵۹ عسکرو ته رسیږي.