نظــر

په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي

ليکوال : محمد ګل حقاني

وړمه شپه د هلمند سنګين ولسوالۍ کې پر يوه کور داسې مهال د امنيتي ځواکونو د هاوان ګولۍ پرېوتې ، چې هلته د واده مراسم روان وو ، په دې پېښه کې شاوخوا ديرش کسه ووژل شول او تر شپېتو پورې ټپيان – وايي چې ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دی . پېښه واقعاً زړه بوګنونکې او د ډېر تأسف وړ ده او په کار ده چې د حکومت له خوا عاملينو ته مناسبه سزا او مصيبت ځپلو سره پوره پوره مرسته وشي .

په دې پېښه ټول افغان ولس خواشينی دی او موږ هم په خپل وار مصيبت ځپلو ته د الله تعالی دربار نه لوی اجر ، غوره بدلې او ښه صبر غواړو . خو دلته د يو واقعيت يادونه ضروري ده چبې بايد په سړو مغزو فکر وسوچ پرې وشي او هغه دا چې زموږ د مشرانو له وينا سره سم چې وايي په جنګ کې حلوا نه وېشل کيږي ، بلکې جنګ تل دغسې ناخوالې لري ، جنګ سربيره پر جګړه مارو خواؤ نورو عامو خلکو ته هم زښته ډېر زيانونه اړوي ، هېواد ورانوي ، د ژوند اسانتياوې له منځه وړي ،مصيبتونه پېښوي ، ټولنه له کونډو يتيمانو ډکوي کورنۍ شخړې منځ ته راوړي او تر هر څه خطرناک دا چې د ولس اخلاق خرابوي او د دښمنانو لاس وهنې ته حالات بابروي . دا واقعيتونه موږ له تېرو شپږ ديرشو کلو راهيسې د سر په سترګو وليدل . موږ پر خپل ځان ډېرې تجربې وليدې – موږ د جنګ ، شخړې او اختلاف خورا ناوړه پايلې وليدې – خپل هېواد مو کنډر کنډر او ولس مو ټپي ټپي وليد – د کورنيو متخاصمو خواؤ او د اختلاف له امله مو بربنډې لاس وهنې وليدې او په يوه کلي کې مو په يوه ورځ زر – دولس سوه شهیديان وليدل . خو له بده مرغه دا يو ډېر تريخ واقعيت دی چې نه مو کشر عبرت واخيست او نه مشر .

موږ په دې لنډ تاريخ کې د هلمند وروستۍ پېښې نه ډېرې بدترې په زرګونو داسې پېښې ليدلې -اورېدلې دي خو هيڅکله مو دا فکر نه دی کړی چې په څه ډول د جنګ او اختلاف اسباب له منځه يوسو او څرنګه يوې تل پاتې سولې ته ورسېږو . له بده مرغه د افغان ولس ټولې سياسي او قومي کړۍ هيڅکله دا سوچ نه کوي چې څرنګه او کومو اصولو سره سم له نورو خواؤ سره ژوند او ګوزران وکړو . بلکې تل په دې فکر يو چې څرنګه بل لوری له منځه يوسو ، مغلوب يې کړو او هيڅ ورنه کړو . په دې توګه له تېرو شپږ ديرشو کلو راهيسې کله چې په هېواد کې مو د داود خان مستحکم او باثباته نظام له منځه ولاړ او دښمنانو ته د لاس وهنو موقع په لاس ورغله نو زموږ په ولس کې يې د هر کس و ناکس پر سر د باچايي تاج ور کېښود چې دادی تر ننه سره لګيا دي او هر يو د بل د ورکې سوچونه کوي . حال دا چې په همدې ډېره اوږده زمانه کې يو لوری هم له منڅه نه دی تللی . او يقيناً چې د يو قوم يا مخالف لوري ختمول او له منځه وړل ناشوني هم دي .

دا کار څنګه چې عملي نه دی همداسې معقول هم نه دی ، ځکه په دې ډول سوله کې د مخالف لوري د بيا را پاڅېدو احتمال سره سره دا هم شونې ده چې بل وار پاڅېدل يې دومره ځواکمن وي چې برلاسی لوری وپرځوي . يا داسې وشي چې کوم دريم حريف له موقع ګټه واخلي او دواړه مخالف لوري له منځه يوسي . لکه چې دغه کيفيت مو هم د سر په سترګو وليد . موږ وليدل چې اسلامي امارت خپل مخالفين وځپل او کمزوري يې کړل خو بل دښمن راغی او دادی هېواد مو نور هم بدتر ناورين سره مخامخ شو . په دې اساس ويلای شو چې د خپل ديني ، ملی او تاريخي مسؤليت او مکلفيت په اساس لازمه ده چې ټول افغان ولس خصوصاً علماء ، قومي مخور ، فرهنګي شخصيتونه او سیاستوال د خپل دين ، هېواد او ملت په هکله کاملاً رغنده سوچ خپل کړي ، له نورو سره د ژوند او ګوزران لارې چارې و ارزوي او په دې ډول په هېواد کې د اختلاف او جګړو ګردو ناخوالو ته د پای ټکي کيږدي . دا کار نا ممکن او يا زموږ له توانه وتلی نه دی بلکې يقيناً اسانه او کېدونکی دی . په دې ډول چې که د حکومت چارواکي د پرديو له خوا دې کار ته نه پرېښوول کيږی نو سياسي تنظيمونه ، قومي مخور ، فرهنګی او علمي شخصيتونه او ادارې هم کولای شي د ولس تر منځ کرکې ، اختلافات او تاوتريخوالی کم او بې اغېزې کړي او په دې توګه د جنګ اصلي غاړې ورو ورو کراري او خبرو اترو ته را وبولي . که داسې وشي نو افغان ولس به د تل لپاره د جګړې له ناخوالو وژغورل شي او هېواد به يې د ودانۍ ، سوکالۍ او پرمختګ لاره ونيسي . د پرديو د غلامۍ ، لاس وهنو او تيري مخه به ونيول شي او د خپلواکۍ ، عزت او نېکمرغي ژوند به وګټي . او که نه بيا دې خامخا تردې ډېرو بدو پېښتو ته ځان چمتو کړي او د سل ګونو او زرګونو مصيبتونو او ناخوالو زغمل دې ومني .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x