افغانستان

د طالبانو مشرتابه د ملکي تلفاتو په مورد کې بې غوري کوونکو ته سزا ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو مشرتابه په خپل وروستي پيغام کې خپلو پلویانو ته د ملکي تلفاتو د مخنیوي او په دې اړه د بې غورۍ په صورت کې د مجازاتو خبرداری ورکړی.

د طالبانو د مشرتابه له لورې په دې خپاره شوي پیغام کې د قرآني او نبوي لارښوونو په رڼا کې له خپلو ټولو پلویانو، جنګیالیو، سرتېرو، د بریدونو طراحانو او مسؤلینو نه په کلکه غوښتنه شوې، چې د ملکي وګړو له ژوند سره لوبې ونکړي او په داسې ځایونو کې دې له بریدونو او چاودنو ډډه کوي، چې ملکي وګړو ته پکې د زیان اوښتلو احتمال موجود وي.

د طالبانو مشرتابه د ملکي وګړو ګواښل او د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کول د خپلې مبارزې او اسلامي اساساتو سره په ټکر کې عمل بللی دی.

په توصیه کې ویل شوي : «په جهاد کې د اسلام دښمنان (کفار او د هغو مسلمان نما لاسپوڅي) له منځه وړل د الله تعالی په امر او د هغه جل جلاله د دين د دفاع لپاره جواز پيدا کوي او په له منځه وړلو کې يې مجاهد ته الله تعالی اجرونه ورکوي او د جنت د دخول سبب ګرځي؛ خو هغه څه چې ډير مهم دي هغه دادي چې د کفارو او د هغو د غلامانو سره د مبارزې په جریان کې د نورو بې ګناه یا ناخبره انسانانو له ژوند سره باید جدي او په مسئولیت سره پام وشي.»

څرنګه چې په قرآن کې د بې ګناه انسان وژل د ټول انسانیت له منځه وړل یاد شوي او همداراز ټول انسانان «د الله تعالی ودانۍ» بلل شوي، د طالبانو مشرتابه هم خپلو پلویانو ته په ټينګار سره ویلي، چې په دې باب الهي لارښونې په ټينګه په پام کې ونیسي او تر وروستي بریده خپل هاند وکوي.

په دې پيغام کې په ډاګه ویل  شوې، چې که په د یو مهم هدف د له منځه وړلو لپاره په دې داسې ځای کې عملیات په لاره اچول کېږي، چې ملکي وګړو ته پکې د زیان زیات خطر وي، نو له دې ډول عملیاتو دې صرف نظر کېږي او د بل چانس لټه دې کوي.

د طالبانو د مشرتابه له لورې خپلو پلویانو ته د دې توصیې په اړه په کور دننه او نړیوالو رسنیو کې تود هر کلی ویل شوی او دا ډول اقدامات په ولسي کچه د طالب غورځنګ د محبوبیت او مسؤلیت اندیشۍ پيلامه بلل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستئ

زه د تيري جمعي ورزي عيني شاھد يم چي دخوست ولايت نظامي كميسيون دشاهين په نوم يو كس دملكيانو د ژوند سره دبی پروايئ په تور بندي شو چي دوسيه یی محكمي ته وليژل شوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x