
د ننګرهار سرتیري برید ۶ امریکايي عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیري برید، ۶ امریکايي عسکر وژلي.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې برید د جلال اباد – تورخم پر لویه لاره د ګمرک او پل سراچی په سیمه کې د مازدا ډوله موټر پر مټ پر بهرنیو ځواکونو برید وشو چې له کبله یې د بهرنیانو موټر ویجاړ شو.
نوموړي زیاته کړي چې تر برید وروسته سیمه د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوه. د مشرقیوال په خبره په برید کې یوازي بریدګر وژل شوی او موټر يې له منځه تللی دی.
د جلال اباد د ملکي روغتون رییس همایون زهیر ویلي چې د یادې پېښې څخه ورته کوم ټپي روغتون ته نه دی ور وړل شوی.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
طالبانو ویاند بیا د یو خبر په ترڅ کې ویلي چې برید يې ماسپښین مهال ۳ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ګمرک ته څېرمه سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر موټریز کاروان وکړ.
ذبیح الله مجاهد له قوله دوی ته رسیدلي لومړني معلومات ښيي چې په برید کې ۶ امریکايي پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د ننګرهار برید په داسې حال کې کیږي چې له همدي برید څخه شاوخوا ۲ ساعته وړاندې په پلازمېنه کابل کې د نهمې حوزې اړوند د یکه توت په سیمه کې پر بهرنیانو سرتیری برید وشو.
طالبانو ددغه برید مسوولیت منلو ترڅنګ د ۵ تنو بهرنیانو د وژلو خبر ورکړ.
یاده دې وي، د نوي میلادي کال له پیل سره په یوه ورځ کې دوهم سرتيري برید دی، چې په هېواد کې بهرنیان په نښه کوي.
دا په داسې حال کې دی چې د نوي میلادي کال له پیل سره افغان عسکرو د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی او بهرنیانو ورسره د قاطع ملاتړ ترسرلیک لاندې د روزنې، تمویل او مشورې لړۍ روانه کړې ده.