افغانستان

دوه ښوونځی سوځیدلې، طالبان: مونږ د ښونځیو سوځولو لپاره جهاد نه کوو

afghan_school_calssنن ټکی آسیا: د ننګرهار او غزني په ولایتونو کي دوې ښونځی سوځولي شوي او یو بل زیانمن شوې ده.

د تفصیلاتو سره سم تیره شپه د غزني ولایت د چغتو په ولسوالۍ کې د قیاق په سیمه کې د هلکانو یو ښوونځی ته اور ورته شوی، او سوځولې ده.

او د یو بل ښوونځي چي د انجونو ده، دروازې، کړکۍ او هنداري يې ماتي شوي.

که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه چي دا کار به د چا له خوا شوی وي، خو د د غزني ولایت د پوهني رئیس حسني مبارک عزیزي ویلي چي کیدای شي چي دغه پيښه د سیمي د اوسیدونکو د خپلمنځي شخړي نتیجه وي.

د راپورونو پر اساس دا لومړی ځل نه دی چي په دغه سیمه کي ښوونځی له داسي ستونزو سره مخ کیږي.

چغتو ولسوالۍ د غزني د ښار څخه په دیرش کیلومتری کي پرته ولسوالۍ ده، او په غزني کي د نسبتا دارامو سیمو څخه بلل کیږي.

په یوه بل ورته خبر کي نن د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د ننګرهار ولایت د ولسوالۍ اړوند د حافظان په کلي کي د انجونو یوه ښوونځۍ ته اور اچول شوی، چي په کښي دوه درسي خوني، ۲۲ پایه چوکۍ او میزونه، ۲ دروازې او ۴ کړکۍ سوځیدلي دي.

د یادوني وړ ده چي په تیرو دوو میاشتو کي دا دوهم ځل ده چي په یاده سیمه کي ښوونځی سوځول کیږي.

که څه هم ددې پيښي پړه د کورنیو چارو وزارت په خپلو وسله والو مخالفینو اچولې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ټکی آسیا سره په خبرو کي دا خبرونه په کلکه رد کړه چي دا کار دي ددوی مجاهدینو کړی وی، هغه زیاته کړه چي د مکاتبو سوځول هیڅ کله د مجاهدینو کار نه دی.

د یوې پوښتني په ځواب کي چي د مجاهدینو کار نه دی، نو د چار کار دی، هغه وویل ( دا خپله د کورنیو چارو د وزارت، د بهرنیانو، او د هغوی دلاسپوڅو کړیو کار دی، چي غواړي په دغه ډول مجاهدین بدنام کړي، او کیدای شي په نیژدې راتلونکي کي داسي پيښي زیاتي سي، چي اوس لا مونږ ددغه سي پيښو څخه خپل برآت اعلانوو، او نه مونږ ددې لپاره جهاد کوو، ).

هغه زیاته کړه چي ( دا کار ځیني شخصي ډلي ټپلي هم کوي، چي موخه يې د عامو خلکو اذهان مغشوشه کول دي، او خپله نفعه اخیستل دي، تر څو عامو خلکو ته دا ذهنیت ورکړي، چي ګواکي دوی مکتبونه جوړه وي، خو طالبان يې ورانوي).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x