افغانستان

دافغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت له خپلي دندي ګوښه توب اعلان کړ

abdul_qadir_fatrath(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۸)کابل: دهیواد دمرکزي بانک رئیس عبدالقدیر فطرت له خپلی دندي څخه لاس په سرشوي او له هیواد څخه په تیښته دامریکي متحده ایالاتو ته تللي دي، نوموړي له خبری رسنیو سره په خبرو کي وویل، دکابل بانک قضیی دڅیړنو په تړاو دنوموړی ژوند ته کواښونه کیدل اوژوند یی په خطرکي وو، نوځګه یی هیواد پریښودي.

نوموړی زیاته کړه دکابل بانک دقضیی په اړه چي دتورونو خلګوپه وړاندي کومي څیړني رواني وي حکومت  دنوموړی په چاروکي مداخله کوله، ښاغلي فطرت دامریکي له متحده ایالاتو څخه چیری نوموړي خپل کورلري له رسنیو سرخبري کولي.

نوموړي زیاته کړه چي افغانستان ته به بیرته راستون نه شي ځکه چي ژوندیی په خطرکي دي، دافغانستان دحکومت ویاند زیاته کړه چي دنوموړي داستعفي څخه خبرنه یو، او ویی ویل  دکابل بانک دقضیی په سلسله کی خپله دفطرت کړني هم ترڅیړنو لاندی وي.

تیرکال په افغانستان کي ترټولو سترشخصي بانک (کابل بانک ددرغلیو له کبله له سقوط سره مخ شو، چي وروسته له پراخو څیړنو څخه مالومه شوه چي کابل بانک په ملیونونو بی ځایه اوبی قانونه  پورونه خلګوته ورکړي، اوحتی ډیری دولتی پیسي نادرکه شوی چي  دافغاني پولیسو اوښوونکو معاشات هم وو.

خودافغانستان دمرکزي بانک رئیس  چي دامریکی په متحده ایالاتوکي یی له خپل کورڅخه خبري کولي، وویل چي زماژوند ته په لوړه کچه ګواښ شوی وو، اوزه پدي پوهیدم چي ژوند مي په خطرکي دي، ښاغلي فطرت بی بی سی راډیو ته په  خپله وینا کي وویل ماته له معتبروسرچینو څخه خبرراکول شوی وو چي ژوند دي  په خطر کي دي اوراته یی په لوړه کچه خلګ په ګوته کړی وو، خو زه اوس دکوم چا نوم اخیستلي نه شم.

نوموړي زیاته کړه له تیرو لسو میاشتو راپدی خوا کله  چي کابل بانک له مالي بحران سره مخ شوی دي ماڅو ځلی له دولت څخه غوښتنه وکړه چي یو ازاد خپلواکه څیړنیزه ډله دي وټاکل شي ترڅو دکابل بانک ددرغلیو په اړه څیړني وکړي اوتورنو کسانو ته سزاورکول شي.

نوموړي زیاته کړه له هغه څخه وروسته چي ماکله دافغانستان وپارلمان ته وینا وکړه او ځیني خلګ کوم چاچي دکابل بانک په قضییه کي لاس درلود راڅرګند کړو، ماته مالومه شوه چي نورمي ژوند په خطرکي دي،

دروان کال په اولو ښاغلي فطرت دځینوکسانو نومونه راسربیره کړل چاچي دکابل بانک په درغلیو کی لاس درلود چي په دغونوموکي ځیني دکرزي خپلوان هم په ګوته شوی ول، چي یو هم له هغوي څخه دکرزی ورور محمود کرزای وو اودوهم زورور کس دکرزي دلومړی مرستیال فهیم ورور وو.

ښاغلي فطرت زیاته کړه دکابل بانک دقضیی په اړه له محمودکرزی څخه هیڅ ډول پلټنی ندي شوی، دروان کال دمی په میاشت دافغانستان حکومت وویل چي دکابل بانک له پیسو څخه څه دپاسه ۴۶۷ملیونه ډالره بغیرلدی څخه چي کوم ضروری اسناد ولري په پورورکول شوی دي.

دافغانستان ولسمشر کرزي دکابل بانک دبحران پړه ټوله پربهرني مشاورونو ورواچوله نوموړي زیاته کړه افغانان دبانک داري په چاروکي خاص پوه کسان نه درلودل اودبانک داري ټولي چاري دبهرني صلاکارانو په مشوره په مخ بیول کیدي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه دکابل بانک په قضییه کي تورن کسان به له سخت عکس العمل سره مخ شي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x