
پاکستان: مرافعې محکمې د څلورو تورنو د اعدام سزا لغوه کړه
نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پنجاب مرافعې محکمې د هغو څلورو تورنو د اعدام سزا لغوه اعلان کړه، چې د تروريزم ضد محکمې په اعدام محکوم کړي وو او د دغو پنځو واړو تورنو کسانو د سمدستي خوشې کولو امر يې وکړ.
دغه پنځه واړه کسان تروريزم ضد محکمې د شيعه ګانو پر امام باړه د بريد په تور په اعدام محکوم کړي وو او راولپينډۍ کې د مرافعې محکمې قاضيانو هر يو عباد الرحمن او قاضي محمد امين د تروريزم ضد محکمې پرېکړه ناسمه وبلله او د دغو څلور واړو کسانو د سمدستی خوشې کولو امر يې وکړ.
په دغو کسانو حبيب الله، فضل حميد، طاهر محمود او حافظ نصير شامل دي.
د راولپينډۍ محکمې په خپله پرېکړه کې وويل، چې د دغو کسانو پر ضد د تروريزم ضد محکمې پرېکړه له کره شواهدو پرته شوې او له همدې امله باید دغه کسان ژر تر ژره ازاد شي.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۰۲م کال د فبروري په ۲۶مه نېټه راولپينډۍ کې د شيعه ګانو پر امام باړه بريد شوی و، چې نتيجه کې يې ۱۱ تنه وژل شوي وو او ۱۹ نور ټپيان وو.
د دغه بريد په تړاو د راولپينډۍ تروريزم ضد محکمې څلور تنه په اعدام محکوم کړي وو.
د دغو کسانو مدافع وکيلانو ويلي و، چې موکلين یې د شک پر بنسټ نيول شوي وو او بايد محکمه يې ازاد کړي.
۲۰۰۸م کال راهيسې پاکستان کې د لويديځو هېوادونو د فشار له امله پر اعدام بنديز لګېدلی و او تېره مياشت پېښور کې د پوځ پر ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان د پوځ په غوښتنه د دغه هيواد صدر اعظم محمد نواز شريف يو ځل بيا اعلان وکړ، چې پر اعدام لګېدلی بنديز يې پورته کړ.
د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د پاکستان بېلابېلو محبسونو شاوخوا لس تنه تورن کسان اعدام شول، چې دوه پکې پخواني پاکستاني پوځيان وو.