افغانستان

د تماس د نړيوالى ډلې کنفرانس په کابل کې جوړ شو

Afghan_foreign_minister_Zalmai_rasol(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۸) کابل: تماس د نړيوالى ډلې کنفرانس په کابل کې جوړ شو. د تفصيلاتو سره سم د تماس د نړيوالې ډلې کنفرانس د دوشنبې په ورځ 2011-06-27 په کابل کې جوړشو. په دې کنفرانس کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړ شوي د افغانستان په اړه د بن د دوهمې غونډې په اړه مقدماتي خبرې کيږي. د دې کنفرانس د پيل په مراسموکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي “رسول” وويل چې د بن د دوهم کنفرانس د جوړيدو لپاره دا مقدماتي خبرې اترې ډيرې مهمې دي. ډاکټر “رسول” زياته کړه (د بن دوهم کنفرانس چې د افغانستان لپاره د روان ميلادي کال په پاي کې جوړيږي ډير مهم دي ، د بن په کنفرانس کې د افغانستان په اړه مهمې خبرې کيږي،په بن کنفرانس کې به د ليږد د پروسې په ملکي اړخ پراخې خبرې وشي ، زه په دې باور يم چې د تماس د نړيوالې ډلې دا کنفرانس به د بن د دوهم کنفرانس لپاره يوښه پيل او ښه اقدام وي). د تماس د نړيوالې ډلې دا دوه ورځني کنفرانس د نړۍ د پنځوسو هيوادونو ، سازمانو ، اسلامي کنفرانسونو او د ناټو د غړيو هيوادونو د استازو په ګډون جوړشوي. ويل شوي چې په دې کنفرانس کې به تر ډيره د بيلابيلو هيوادونو او سازمانونو استازي د افغانستان په اړه پر يو شمير نورو مسائلو سربيره د بن د دوهمې غونډې د جوړيدو په څرنګوالي خبرې وکړي څو پايلې يې د افغانستان لپاره ښه وي. د سياسي چارو کار پوهان د تماس د نړيوالې ډلې دا کنفرانس ډير مهم بولي او وايي چې افغان دولت بايد له دې کنفرانس څخه په لوړه کچه ګټه واخلي. د سياسي چارو يو تن کارپوه صديق الله “مجيد” وايي دا کنفرانس په يوه ډول د بن دوهمې غونډه ته اجنډا جوړوي او بايد افغان حکومت خپلې ستونزې او پلانونه پکې ښه تشريح کړي “مجيد” زياته کړه (دا د سيمې اونړۍ په کچه مهم کنفرانس دي ، افغان حکومت بايد خپل پلانونه پکې منظم تشريح کړي ، که د ملي اردو او پوليسو په اړه دي اوکه د ليږد دپروسې په هکله). هغه وويل (زما په باور د دې کنفرانس له مخې د بن د دوهمې غونډې څرنګوالي تنظيميږي ، د افغاسنتان دولت بايد دى ته ډيره پاملرنه وکړي ، خپل هر دليل او وړانديز له ښه ثبوت او شرايطو سره سم وړاندې کړي). ټاکل شويده د تماس د نړيوالې ډلې د کنفرانس اساسي ټکي وروسته څرګند شي خو ويل شوي چې دا کنفرانس د افغانستان لپاره ډير مهم دي او دا معني لري چې د نړيوالوژمنې لاهم د افغانستان په اړه پرخپل ځاي دي. د يادونې وړ ده چې تيره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې کنفرانس د جوړيدو اعلان کړى ؤ.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x