دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي تحريک د کار دوه مهمې څانګې : دعوت او قوت

لیکوال: فاروق غلجی

څرنګه چې اسلام يو جامع، شامل دين او نظام دی نو په دې اساس په دې نظام کې داخلېدو سره سم په هماغه لومړۍ شېبه يو متعهد فرد مکلف دی چې د اسلام د همدغو دوو خصوصيتونو په مراعاتولو سره خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي .

په دې معنا چې دعوت به هم له خپلو ټولو مقتضاؤ سره پر مخ بيايي او له خپلو نورو ملګرو سره يو ځای به د قوت جوړولو تابيا هم نيسي . يا به داسې ووايو چې يو داعي به خپل چاپيريال ته ګوري ، که په تولنه کې يې الهی دين ته ژمن کسان موجود وي نو بيا به د نورو عملي او اخلاقي اصلاحاتو تر څنګ پر شرعي اصولو برابر ځواک جوړولو تکل هم کوي ځکه چې له قوت نه پرته بيا د نوموړې معاشرې ديني ارزښتونه خوندي کېدای نه شي . او که چېرې په چاپيريال کې جهالت حاکم او خلک له اسلامي عقايدو سره نا اشنا وو نو بيا د داعيانو لومړی مسؤليت دا دی چې د خپلې ټولنې افرادو کې د الله تعالي او د هغه د دين معرفي کولو هڅه هاند وکړي او هر کله چې د داسې ژمنو کسانو يو ټولی منځ ته راغی بيا په ګده د ځواک او طاقت جوړولو کار پيل کړي .

البته داسې هم نه چې بيا به ګرد سره افراد يوازې همدغه د ځواک او طاقت په کار او انتظام لګيا وي بلکې په يو وخت به هم دعوت روان وي او هم به د قوې په کارولو د خپل نظرياتي او جغرافيوي پولو دفاع او ساتنه کوي . يعنې هر کس به له خپل استعداد او چمتو والي سره سم په يو کار اخته وي . علماء ، پوهان ، اديبان ، سياستوال ، ليکوالان او فرهنګي شخصيتونه به د دعوت او سياست په حلقو کې خو نظامي ځوانان او د ځواک مسلکي کسان به د دښمن د فزيکي جګړې په مخنيوي مصروف وي .

او دا ځکه چې نن سبا خو د ژوند د نورو څانګو په څېر جنګ او جګړه هم پر هماغه لرغوني او ساده شکل نه ده پاتې ، بلکې هم يې وسايل ډېر پېچلي دي او هم له وسايلو ورهاخوا د مؤثرو تاکتيکونو جوړول او د تبليغاتو پر مټ د دښمن روحيات تنظيمول ، ورانول او بې لارې کول زښته ډېره خواري او خورا ماهر کسان غواړي . تر دې چې که د يوه کوچني جنګي ګروپ تر شا په لس ګونو دا ډول مسلکي افراد نه وي ، نوموړي جنګيالي به خامخا يا خو ډېر ژر د دښمن له خوا له منځه ولاړ شي يا دا چې بيرته به ناپامۍ سره خپلې ډلې يعنې مسلمانانو پر خلاف وکارول شي .

د همدغو اصولو پر بنا دا وخت زموږ په هېواد کې هم دښمن لګيا دی هڅه کوي څو نور هم اسلامي تحريک ګوښه او له خلکو لرې کړي . دوی غواړي په هر حال اسلامپالي غره ته وخېژوي او ګرد سره هلته د خپلو بمباريو هدف وګرځوي . او دا ځکه چې اوس مهال د دښمن جنګي پلي ځواکونه زموږ له هېواده وتلي ، يوازې دومره کسان يې پاتې دي چې زموږ د هېواد پوځ ، پوليس او ملکي چارواکي اسلامي تحريک سره جنګ جګړې ته وپاروي ، وهڅوي ، زړورتيا او مسلکي مشوره ورکړي . دوی همدې ته د افغان پوځ د روزنې مأموريت وايي .

د دښمن له خوا افغان اردو ته هوايي ځواک نه ورکول او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بې پيلوټه بمباريو زياتېدل د دغه حقيقت ښکاره دلايل دي . او همدا وجه ده چې دوی په سل ګونو ځله دا غوره بولي چې اسلامپالي په نظام او معاشره کې حضور ونه لري . په کابينه کې نه وي ، پوځ کې نه وي ، قضاء او عدليه کې نه وي او په تقنيني ارګانونو لکه پارلمان او مشرانو جرګه کې نه وي تر څو دوی په ډاډمنه توګه وکولای شي د خپلو ځيره خورو نوکرانو ، ايجنټانو او جاسوسانو په واسطه هر ډګر کې زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو پر خلاف خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی شي . په دې اساس اسلامي تحريک مجبور و مکلف دی چې په هر صورت د خپلو هېوادوالو تر څنګ موجود وي ، په حکومتي نظام او هر ډول اجتماعي هڅو کې شريک او شېبه په شېبه د خپل مسلمان خو ناخبره او پاک زړي ولس قيادت وکړي .

اسلامي تحريک بايد هيڅکله دښمن ته دا موقع ورنه کړي چې تر کلونو کلونو خپل ساده پياده ولس په يو او بل نوم ورسره وجنګوي . ځکه دښمن زموږ د هېواد له غريب او بې وزلۍ هم کار اخلي او غواړي چې د څه ناچيزه مياشتني معاش په ورکولو د اردو ، پوليسو او اربکيانو په نومونو اسلامي تحريک سره د مقابلې لپاره ښه ډېر کسان چمتو کړي ، دومره کسان چې بالآخره مجاهدين يې په وژلو ستړي خو دوی ختم نه شي . دا د دښمن ډېرې خطرناکې دسيسې دي ځکه خو اسلامي تحريک مسؤليت لري څو خپل خواخوږي او هم عام ولس د دښمن له دغو لومو وژغوري او په خپل ژور ايماني بصيرت سره يې ټول پلانونه ورشنډ کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x