افغانستان

ترافيکي پيښو کې درې تنه مړه او څوارلس نور ټپيان شول.

car_accidents_in_Afghanistanد دوشنبې په ورځ د ننګرهار په ولايت کې د دوه جلاجلا ترافيکي پيښو له امله درې تنه مړه او څوارلس تنه نور ټپيان شول. د ننګرهار ولايت د ترافيکو د رياست د حوادثو مدير حاجې زرمحمد په دي اړه خبري رسینوته ته وويل چې نن 2011-06-27 د جلال اباد د ښار پر حلقوي سرک د دولسمي ويالي سره نژدې يو لوى بار وړونکى موتر د يو زرنج او سراچه موتر سره وجنګيد چې له امله يي دوه (2) تنه مړه او لس (10) نور ټپيان شول.

هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې دوه (2) تنه نارينه ، دوه (2) ميرمني او شپږ (6) تنه کوچنيان شامل دي چې د درملني لپاره د ننګرهار ولايت د عامي روغتيا روغتون ته وړل شوي دي. زرمحمد په ننګرهار کې د يوى بلي ترافيکي پيښې په اړه وويل چې نن سهار د طورخم – جلال اباد په لويه لار د ثمرخيلو په سيمه کې يو کرولا ډوله موتر چپه او پنځو (5) تنو سپرليو ته يې مرګ ژوبله ورسيده. هغه وويل چې دې پيښه کې يو تن مړ او څلور (4) نور ټپيان شوي دي. زرمحمد د دې پيښې رامنځته کيدل د موتر چلوونکي بې غوري وښودله . پاى

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x