ليکوالانو سره څو خبرې

لیکوال: فاروق غلجی

حقيقت دادی چې دا وخت د بشري ژوندانه بېلابېلو اړخونو کې پوهېدل او پوهول خورا مهمه څانګه بلل شوې چې اوس مهال د دې لپاره بيا مختلف وسايل راوتلي لکه ټي وي ، راډيو ، ورځپاڼې ، مجلې ، په نيټ کې خپرېدونکې پاڼې او داسې نور .

دغو وسايلو بيا دومره عمومیت پيداکړی چې تقريباً د ټولڼې زياتره وګړي شپه ورځ پرې مشغول دي نو ځکه يقيني ده چې د بشري ټولنې توجيه کولو ، پارولو او هڅولو کې به حتماً ډېر اغېز لري . او څرنګه چې ولسونو کې بيا لوستي خلک ډېر نفوذ لري نو مشري هم عموماً د همداسې وګړو په لاس کې وي .

د مشرۍ او واکمنۍ شوقيانو او فعالانو ته د نن سبا په ژبه سياستوال هم ويل کيږي .

سیاستوال نو بيا له تبليغاتي وسايلو يا رسنيو سره بيخي ډېرې اړيکې لري . ځکه چې دوی له همدغه ګودره سياست ته ور ننوتي وي او له همدې درکه نوي افکار اخلي . ځکه خو ځينې هوښياران وايي چې ليکوالان او ژورناليستان د سياستوالو استادان دي . دا خبره ماته بيخي سمه ښکاري . ځکه موږ وينو چې کله په ورځپاڼو او رسنيو کې څه موضوع ګرمه شي او دوی وغواړي چې ښه يې وځلوي نو بالکل هماغسې کيږي .

ددغو واقعيتونو پايله داشوه چې ليکوالان که ډېر غريب خلک هم وي ، په حقيقت کې ډېر غټ رول او نفوذ لري . او ولې به نه وي چې ډېر زورور او مالدار خلک هم هيڅکله دومره په اسانۍ خپله خبره ، وړانديز او غوښتنه تر اميرانو ، باچاهانو ، قوماندانانو او زورواکو نه شي رسولای لکه چې ليکوالان يې رسولای شي .

په دې اساس معلومه شوه چې په ټولنه کې به د دوی مسؤليت او ذمه واري هم زښته ډېره وي . ځکه همدوی کولای شي واکمنو او لويانو ته د خپل ولس او چاپېريال رښتينی انځور وړاندې او له حقيقته يې خبر کړي . او همدا ليکوالان تر هر چا زيات د خپل ملت مشکلات او ستونزې ښې پېژنی او بيا د ګردو ناخوالو د حل لپاره چارواکو ته ډېر غوره او عملي وړانديزونه هم په ګوته کولای شي .

اوس نو تاسې خپله فکر وکړئ چې لږ تر لږه د يو انسان په حيثيت دا څومره لوی مکلفيت شو ؟ او هر هغه څوک چې الله تعالی دغه مرتبه او استعداد ورکړی وي خو بيا هم په خپل چاپېريال کې د الله تعالی د بندګانو د ستونزو په هکله بې پروايي او غفلت کوي ، تر مشرانو يې نه رسوي او هغوی ته رښتيني واقعيتونه او نيمګړتياوې نه په ګوته کوي . تاسې وواياست داسې کسان به د الله تعالی په حضور کې څه ځواب لري ؟

او که چېرې يو ليکوال يوازې د خپلې مشهورتيا او څو پيسو لاس ته راوړو په تلوسه د همېشه لپاره د مشرانو ، واکمنو ، شتمنو او زورواکو دريځونه تأييدوي ، په هر حق و ناحق کې يې ننګه کوي او هيڅکله يې تېروتنې او نيمګړتياوې نه ور په ګوته کوي .

داسې ليکوالان چې د خپل وجدان او خدای ورکړي عقل په اساس نه بلکې په هر صورت د يوې خاصې ډلې د برلاسي او غلبې لپاره شپه ورځ لګيا وي ليکنې کوي او د رښتينولۍ او حقانيت جامې ور اغوندي ، يقيناً د خپل خالق او مالک په وړاندې لوی مجرمان دي . دا لا څه چې يو شمېر ليکوالان او د ورځپاڼو ، مجلو او راډيوګانو لپاره سرمقاله او تبصره ليکونکي يوازې او يوازې د قومي ، ژبني ، سليقوي ، تنظيمي او سياسي اختلافاتو د خپرولو او زياتولو لپاره ليکنې کوي ، په دې کار کې به ښايي هغوی ناچيزه مادي ګټې په نظر کې نيولې وي خو په حقيقت کې يې ډېره لويه ګناه په سر اخيستې ، فتنو ته يې لمن وهلې او د خپل ولس په منځ کې يې د تاو تريخوالي او جنګ جګړو په اور تيل ورپاشلی دي .

دا ډول لیکوالان او فرهنګيان په يقيني ډول د سل ګونو او زرګونو انسانانو په نا حقه وژنو او ځورونو کې شامل دي . او خدای دې نه کړي د هغه حديث مصداق وګرځي چې وايي که څوک د چا په نا حقه وژنه کې د نيمې خبرې مرسته وکړي ، د قيامت په ورځ به يې پر تندي ليکلي وي چې (د الله له رحمته ناهيلی) دا چې اوس مهال زموږ هېواد او ملت له بې شمېره ټولنيزو او سياسي ناخوالو ډک دی او د بېلابېلو قومي او سياسي ډلو تر منځ د اختلاف ، کرکې او نفرتونو اورونه په غرغنډو دي چې له تېرو شپږ ديرشو کلو راهیسې يې د هېواد او خلکو سټه ووېسته ، زموږ د هېوادوالو هر ډول شتمني له منځه ولاړه ، وسايل تباه شول ، اخلاق خراب شول ، دينداۍ ختمه او خپلواکي په غلامي بدله شوه او دا ځکه چې د اختلافاتو نتيجې په يقني توګه له دې پرته بل څه نه وي . او زما په خيال الله تعالی ښه پوهيږي چې په دې ګردو ناخوالو ، فتنو ، کرکو او وژنو کې به لا څومره ليکوالان او فرهنګيان برخمن او ګناه ګار وي . ځکه موږ په همدې خپل عمر کې د سر په سترګو وليدل چې دغه کش وګير ، پارولو او لمسولو کې څومره داسې ليکنې وشوې چې د مينې پر ځای يې کرکې ، د سولې پر ځای يې جګړې او د ورورګلوۍ پر ځای يې دښمني منځ ته راوړې او بيا مو هغه تريخ انجام هم وليد چې بالآخره د کفر واکمنۍ ته لار هواره شوه .

نو که چېرې د دا ډول لیکنو پر ځای اصولو او پرنسيپونو ته کار شوی وای هم به نوموړې ليکنې تل پاتې او مؤثرې وې او هم به د خپل خدای تعالی او ملت پر وړاندې نوموړي ليکوالان سر لوړي او قدرمن وو .

د مثال په ډول که په هر صورت يې د اختلاف ، تعصب او دښمنيو غندنه کړې وای ، له بدو عواقبو يې ملت او قيادت خبر کړی او خپل ټول ځواک او استعداد يې د سمون ، روغې جوړې ، خواخوږۍ ، اسلامي اخوت او اتحاد په هکله کارولی وای نو داسې لیکنې به اوس هم خلکو په سترګو ښکلولې او ليکوالان به يې په ټولنه کې د غټ عزت او درناوي څښتنان وو .

خو دا چې زياتره هغه ليکنې ورانونکې او منفي وې نو ځکه د هرې ډلې په راتلو سره د بلې ګرد سره اثار له منځه يوړل شول او يوازې د اور لګونې کار ترې واخيستل شو .

راځئ هر يو په خپل ګرېوان کې وګورو چې د خپل ولس د راپېښو مشکلاتو او بدمرغيو له منځه وړو کې مو تر کومه بريده خپل مکلفيتونه ترسره کړي دي ؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د