شعـــــرونه

غزل – حلمیار

خوب نه راځي کړمه بهانه  بالښت
پروت مي دی تر سر دبیلتانه بالښت

مورې! هغه خوب به څومره خوږ وو چي
جوړ به مي کړ ستا له ځنګانه بالښت

څه شوخ ماشومتوب وو اس مو نه درلود
وړل به مو له ترخ د میــلمانه بالښت

ټوله شپه د یاد ورېځې ګـــــرځیدې
لوند مي کړ د اوښکو  بارانه بالښت

تیږه حلمیاره سرته ځــــــــکه ږدم
چیرته سرته ایښی  وو شپانه بالښت؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x