افغانستان

فاکس نيوز: طالبان به یو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): فاکس نيوز نړیوال خبري اژانس وايي، چې ناټو خو تېره اونۍ افغانستان کې په رسمی توګه د جګړه ييزه ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر د جګړې د پای ته رسيدو نښې تر ډېره نه تر سترګو کيږی او دا جګړه به روانه وي.

د فاکس نيوز د امنيتي چارو کارپوه «کې ټي مک فارلینډ» د امريکا پخواني ډيپلومات او د بهرنيو چارو وزارت سلاکار جيمس جيفري او جيمز کارافانو سره د يوې مرکې به ترڅ کې له افغانستانه د امريکايي عسکرو په وتلو او د افغانستان په امنيتي راتلونکي خبرې کړي دي.

جيفري وايي: «دا فکر مخ پر زياتېدو دی، چې د ناټو له وتلو وروسته به افغانستان يو ځل بيا طالبانو ته هرکلی ووايي او دغه خلا به طالبان ډکوي او پر افغانستان به د طالبانو راج وي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانی سلاکار جيفري ختيځو هېوادونو لپاره د امريکا د بهرنۍ پاليسي انسټيټيوټ کې مشر غړي په خپلو خبرو کې وويل: « بدبختانه، امريکايي چارواکو پرېکړه کړې، چې ۲۰۱۶م کال کې به ټول امريکايي عسکر له افغانستان وځي او که داسې وشی، نو د امريکا ديارلس کلنې هڅې او قربانۍ به اوبه وېسې؛ ځکه چې له هغې وروسته به طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.»

امريکايي چارواکي هم د افغان امنيتی ځواکونو وړتياوې څاري، چې د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی څنګه کولای شي او دا په داسې حال کې، چې اشرف غني هم له امريکا او ناټو غوښتي، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستو په اړه بیا کتنه وکړي.

د هيرټيج تحقيقاتي مرکز د مرستيال او ستراتيژيکو چارو کارپوه «جيمز کارافانو» فاکس نيوز سره په خپلو خبرو کې وويل، چې لس زره عسکر د افغانستان امنيت نه شي خوندي کولای او دوی دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۰زره امریکايي عسکرو ته اړتيا لري، چې د امريکا لاسته راوړنې وساتي.

جيفري، چې عراق لپاره د پخوانۍ بهرنيو چارو وزيرې کونډوليزا رايس سلاکار و، وايي: «موږ باید له بغداده عبرت واخلو او په کابل کې یې عملي کړو؛ ځکه چې موږ له بغداده ووتو، دغه تشه اسلامي دولت ډکه کړه او موږ اړ شو، چې خپل عسکر يو ځل بیا عراق ته ولېږو.»

جيفري ټينګار کوي، چې دوی بايد افغانستان د طالبانو رحم و کرم ته پرې نه ږدي او امريکايي عسکر بايد افغانستان کې پاتې شي.

جيمز کارافانو وايي، چې سپينه ماڼۍ نه غواړي، چې د عراق پېښه افغانستان کې هم تکرار شي او اوباما هڅه کوي، چې خپل میراث کې داسې برخه پرې نه ږدي، چې د امريکا لپاره ويجاړونکې پايلې ولري.

کارافانو زياته کړه« زه فکر نه کوم، چې ۲۰۱۵م کال به افغانستان کې د بدلونونو له امله موږ له تباهي سره مخ شو، بلکې موږ بايد له هغې وروسته حالاتو باندې فکر وکړو او افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې ونه بايلو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Shamsulislam

فإن مع العسر يسرا¤إن مع العسر يسرا¤

استاد پیانزی

زه منم چه تاسی د مادی امکاناتو ، او نورو نظامی او استخباراتی وسایلو له لرلو څخه ستونزه نه لری یواځنی ستونزه چه تاسی ورسره مخ یاست جهالت محض دی ، د بوره لینوتوب سره مخ یاست ، ستاسی جنګ د هغه چا سره دی چه ستاسی مادی امکنات یی په مقابل کی خزلی هم نه دی ، د روسانو له وخت به مو د عبرت درس اخستی وی ستاسی جنګ د الله ج سره دی چه د ټولو خالق دی او مجاهدین د هغه الله ج عسکر دی ، د هغوی د ټینګ ایمان او اوچت مورال سره څوک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x