افغانستان

خوست: بهرنیو ځواکونو د دوبۍ څخه راستون شوی یو کس ووژلو، ۳ یې ونیول

khost_markazi_jamea_jomatنن ټکی آسیا: تیره شپه بهرنیو ځواکونو د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې پر یوه کور باندي د خپلو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یو تن مړ او ۳ نور له ځانه سره ژوندي ونیول.

په دغه اړه د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر ویلي چي د خوست ښار په یو اړونده سیمه کي دوی دغه عملیات د مخالفینو پر ضد وکړل، چي په ترڅ کې یو تن مړ او ۳ نور ژوندي ونیول شول.

هغوی ادعا وکړه چي په دغه کور کي ګډو قواوو ته یو شمېر وسلې او ماینونه هم په لاس ورغلي.

خو د سیمي خلک د بهرنیو ځواکونو دغه ادعاوي غلطي او بې اساسه بولي، او وايي چي دغه کسان ټول ملکي کسان دي، چي د بهرنیانو د مخالفینو سره هیڅ نوعه اړیکي نه لري.

او د وژل شوی کس په اړه ویل شوي چي هغه په دغه کور کي مېلمه وو، او په دې وروستیو کي د متحده عرب امارت د دوبۍ ښار څخه خوست ته راستون شوی وو، او پاته درې کسه د کور خلک وه، چي بهرنیانو له ځانه سره بېولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x