
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په یوې تازه ویډیو کې د خیبرپښتوخوا د پیښور په یوه پوځي ښوونځي د تېرې میاشتې برید په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې په برید کې ټول وژل شوي کسان د پوځي جنرالانو بالغ او ځوانان زامن وو او هیڅ ماشوم ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا ویډیو د پاکستاني طالبانو د مشهورې سټوډیو «عمر» لخوا خپره شوې او په کې ملا فضل الله په داسې حال کې لیدل کیږي چې ګڼ وسله وال کسان یې شاوخوا ولاړ دي.
ملا فضل الله پاکستاني پوځ ته په خطاب کې وايي، که تاسو زمونږ جنګي کسان وژنئ مونږ به یې هم وژنو، که تاسو په ښځو او ماشومانو باندې ګذار کوئ نو بیا یاد ساته چې هر عمل عکس العمل لري.
ملا فضل الله وايي چې د پاکستان پوځ له ښځو او ماشومانو سره ډیر ظلمونه کوي، بندیان په بې رحمانه ډول شهیدان کړي او بیا اعلان وکړي چې په مخامخ جګړه کې ووژل شول.
د پاکستاني طالبانو امیر هغه خبرې ردوي چې ګنې د دوی جنګیالي بې ګناه خلک او ماشومان وژني، نوموړی وايي:
«مونږ د چنچڼې (مرغۍ) مرګ پرته له دلیله نه کوو، د مسلمان مرګ خو لویه خبره ده. مونږ په دې عقیده لرو چې د یو مسلمان له وژلو نه د ټولو دنیا ورانیدل د الله په نزد اسان دي».
خو ملا فضل الله ټینګار کوي چې د پاکستاني پوځ اعمال به غبرګون خامخا لري.
نوموړي د پیښور هغه ښوونځی چې برید پرې ترسره شو پوځي چاوڼۍ یا قرارګاه بللې او زیاته کړې يې ده که دا ښوونځی وای بریګیډیرانو او کرنیلانو په کې څه کول؟!
ملا فضل الله ګواښ کړی چې ټولې هغه «پوځي چوڼیاڼې» به یې د برید هدف وي چې په هغو کې د پوځي افسرانو بالغ بچي زده کړې کوي.
د وژل شوو کسانو په اړه د پاکستاني طالبانو مشر وايي چې ډیر کسان پوځ پخپله ویشتلي، او په خبره یې د دوی جنګیالیو د هر کس په اړه لومړی پوښتنه کړې او چې کله ډاډه شوي چې د پوځي زوی او بالغ دی بیا یې وژلی. «که مونږ ټول کسان وژلی نو یو کس به هم نه وای پاتې. کوم کسان چې بچ شوي هغه ستا پوځ نه دي بچ کړي بلکې له قبر او د قیامت له ورځې څخه زمونږ ډار بچ کړي، که دغه ډار نه وای تا به کتلي وای چې وژل خلک څنګه کوي؟!».
د تحریک طالبان پاکستان امیر وايي چې د پوځیانو زامن ځکه په نښه کوي چې له یوې خوا د پوځي میرمن ته د درد او غم احساس وشي او له بلې خوا سبا همدغه کسان ددوی په مقابلې کې دریږي نو پکار ده چې «مخکې له مخکې یې غم وکړو».
ملا فضل الله د پاکستان پوځ «بې غیرته» بللې او زیاته کړې يې ده چې تر اوسه پورې هندوانو او انګریزانو خپل دیني مقدسات نه دي وران کړي او نه یې په خپلو مذهبي مشرانو ډز کړی، خو دا هغه «بې غیرته پوځ» دی چې هم یې خپل مقدسات وران کړل او هم یې په خپلو دیني علماوو ګذار وکړ.
د ملا فضل الله بشپړه ویډیويي وینا د لاندې لینک له لارې کتلی شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=CE3zIEe58uo&feature=youtu.be
خدای د همت درکړه حاجی مولوی صاحب فضل الله – د ملا داد الله نه خو ته ډیر ښه تعبیر ددی جهاد نه لری( هغه پری خفه کیږی ا)
خدای د عرت درکړی
یاره نوووووووو، پدی وجه د یو کس وژل چی کیدی شی سبا تری مجرم جوړ شی شریعت کی نشته
وبخشی زما هدف ملا دادالله نه وو زما هدف ملا عبدالسلام ضعیف وو
حیرانونکی مفتیان دی ، اول داد الله او بیا سلام یادوی ، زه وایم چه د سلام خفه کیدل او نه خفه کیدل د مجاهد فضل الله د دجهادی کړنو سره څه اړیکی لری ، کشکی تر دی ښه استدالال وکړی هغه ( زه ) صاحب خبره لا تر یوی کچی سمه ده ، چه د صباجرم په تورونو محاکمه کیدل شرعی نه دی . د ( زه ) صاحب په خبره به زه صاحب څه ولیکم : ( زه ) صاحب ، ستاسی خبره په سلو کی سل سمه ده ، مګر شرایط توپیر کوی یو یی دا چه… نور لوستل »