fbpx

غزنی: حکومت په ښار کې مشهوره دیني مدرسه وتړله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ښار د کندهار زړې اډې ته څېرمه د ښار مشهوره مدرسه د حکومت له لوري وتړل شوه او طالبان يې له سیمې وشړل.

د عبدالله ابن مبارک دغه مدرسه چې د حاجې اختر کټوازي په مدرسه مشهوره وه، دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت کسانو له پلټنې وروسته وتړله او کوچنیو طالبانو ته يې بسترې ور په شا کړې.

دغه مدرسه چې سلګونو حافظانو او کوچنیو طالبانو پکې زده کړه کوله، د حاجي اختر کټوازي او د کندهار اډې د دوکاندارانو په مالي مرسته چلېدله.

د غزني سیمه ییزو چارواکو د مدرسې د بندښت اړوند څه نه دي ويلي، خو په غزني کې زموږ خبریال وايي چې د ملي امنیت کسانو ګواښونه کول چې له دې وروسته به یوه مدرسه هم خلاصه نه پرېږدي.

دا په   داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په پکتیکا کې د یحی خېلو اربکیانو د نجم المدارس په نامه مدرسه له لوټ او وروسته وسوځوله.

اربکیانو د مدرسې په سوځولو بسنه ونه کړه، بلکې د مدرسې د څلورو تنو استادانو کورونه هم يې وسوځول چې د پکتیکا چارواکو يې په اړه کومه څرګندونه ونه کړه.

د نوي حکومت له پیل نه څو ورځې وروسته د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د سیمې په سطحه د مدرسو د بندولو غوښتنه وکړه او مدرسې يې د «تروریزم ځالې» وبللې.

په غزني کې خلک اندېښمن دي، چې که چېرته دولت له دیني مدارسو سره په چلند کې بدلون را نه ولي، دوی به جدي غبرګون وښيي.

په غزني ښار کې پر یاده مدرسه سربېره، د جمع اولیاء په نامه مدرسه هم شته، چې مالي مسؤولیت يې دولت په غاړه لري خو عام وګړي په دې مدرسه کې زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د