افغانستان

امر خېل: کولای شم په یوه ساعت کي له پاکستان څخه شل کیلومتره ساحه ونیسم

umar_khailنن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځو ولایتونو کي د لومړي زون سرحدي پولیسو قوماندان مل پاسوال امین الله امر خېل پژواک خبري اژانس ته وول: که دولت قوامانده راکړي، نو کولای شم په یوه ساعت کي په پياده جنګ کي له پاکستان څخه شل کیلو متره ساحه ونیسم.

نومړي وویل چي تیره شپه پاکستاني ځواکونو د کونړ پر ولایت تازه بریدونه وکړل، چي له کبله يې ۵ کسه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوه،

او پر دې سربیره ډیر مالي تاوانونه ورسیدل.

هغه چي پر دغه بریدونو يې په کلکه غوصه څرګنده ول، وویل چي ددوی قطعات او جزوتامونه د ولس له مرستي سره په ګډه د تیارسۍ په حالت کي د دولت امر ته منتظر دي.

نومړي زیاته کړه چي د تېري شپی په برید کي د ولسي خلکو کورونو او ځنګلونو اور اخیستی، او پاکستان هم د روسانو په څېر افغانان وژني، او ګواښ يې وکړ چي ( د خپل ولس د وینو غچ به اخلم.).

د امر خیل په وینا په افغانستان کي میشت بهرني ځواکونه د بن د تړون له مخي مسؤلیت لري چي د افغانستان د خاوري او سرحدونو ساتنه وکړي، خو تر اوسه يې کوم اقدام نه دی کړی، چي دا کار په افغانستان کي د دوی وجود تر ګواښ لاندي راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x