fbpx

حجاب په اسلام او ساينس کې(۱۶)

عبدالغفار جُبیر

علامه لوئس پېرول په (Review of Reviews) په 11 ټوک، د (Political Corruption)  د سیاسي فساد تر عنوان لاندې لیکي: د لوړو اخلاقو دا مضبوط دېوال یواځې ښځه نړولای شي۔
په تاریخ کې د ښځو د بې پردې له کبله ډېر داسې اوښتنونه (انقلابونه ) راغلي دي،  چې په زرهاوو پاڼې پرې  ډکې دي، خو زه نور د موضوع څخه وځم او یواځې په دې باندی اکتفاء کوم۔

په پخواني هندوستان کې حجاب

ښځه بایدلوڅه او بربنډه نه وي۔ (ادهیا 8، فقره 2)

ښځه باید د ډېروکوچنیو بدو کارو او کړو وړو څخه هم وژغورل شي، دا ځکه چې غیر محفوظه ښځه خپل ټبر او بل ټبر دواړه بدناموي ۔( ادهیا 9 فقره 5)

د پخوانیو هندوستانیانو رواج داسې وو، چې ښځې يې د باندې نه پرېښودلې او په کورو کې يې بندولې او اجازه ورته نه وه چې بې حجابه ووځي۔

مېرمن (ايف سی داس) پخپل کتاب (پرده) کې لیکې:
په هندوستان کې د ښځو په کورو کې د بندېدو اثار پیداشوي دي او دا د دوی (ښځو) نه راوتل، په کوروکې پاتېدل، حجاب کول  دا په هغه ټولنه کې د اعتماد، شرافت او عزت سمبول او مضبوطه کړۍ وه،  چې ښځه يې په عزت کې و هسک ته رسوله، ترڅو ښځه هیڅ تور داغ او ټکي ونه لري۔

پرده په عيسايت کې

یوه عامه غلط فهمې په اروپا، امریکا، اسټرلیا او په مجموع کې په لویدیځ کې داده چی اسلام یواځینی دین دی چې لارښوونه کوي ښځو ته چې تاسې به حجاب کوئ، ټول بدن به پټوئ او په بل دین  او مذهب کې هیڅ شتون او ریښه نه لري؛ د تعجب وړخبره خو لا داده چې عیسایت او د عیسایت رېښې او په عمومي ډول سره په لویدیځ باندې د عیسایت ښه پوره پرده غوړېدلې ده او د لوېدیځ (90) په سلوکې عیسایان دي او خپل دین ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او حال دا چې د عیسایت ټیکه داران دوی دي  او د ابایبل چې دوی په (2000) ژبوڅخه لا اضافه ژباړلی دی، خو بیاهم لویدیځ د خپل دین (عیسایت) احکام تر پښولاندې کوي او اوس دا هر چاته جوته ده چې دوی ته عیسایت د یوه نخود او دیوه سپيلني د دانې په اندازه ارزښت نه لري نه یې مني، نه يې احکام مني او نه يي هم عملي کوي اوس بایبل یواځې د واتیکان تر تاخچو پورې محدوددي او په یو څو موزیمو کې پروت دی اوبس۔  دا چې دوی وایي چې موږ د صلیب او عیسایت لپاره چوپړ کوو، دا دوی عام عیسایان غولوي او د خپلو ناروا موخو ته د رسېدو په موخه له عیسایت څخه کاراخلي؛ او بله دا چې په عمومي ډول سره يې ټوله عیسایي نړۍ د اسلام پرضدپه لومړي قطارکې درولې ده او دا عیسایت ته خواخوږي دي خپل بایبل چې هر (ورژن) وي خلاص دې يې کړي او دې ایاتوته دې وګوري.

ددې لیکنې موخه داده چی ټوله اروپا، امریکااوپه شمول د استرلیا دوی ځانونه ترعیسایت قربانوي، د صلیب پرنامه سرښندنه کوي او دا افتخار بولي چې صلیب يې په غاړه وي او په عراق ، افغانستان، لیبیا او یا هم په نورو اسلامي هیوادوکې ووژل شي، دوی دا د صلیب سره ژمنه بولي او خپل د خلاصون خوب پکښې ویني اوس پوښتنه داده چی په کوم بایبل چی دوی ایمان لري، دوی یې خپل شعاربولي، دوی يې خپل مقدس کتاب بولي، دوی يې خپل د خلاصون واک بولي، دوی يې په مینه خپروي، ایادوی ورته ژمن هم دي؟ ایا دوی پخپله دې وینا کې چې موږ پر بایبل ایمان لرو رښتیني دي؟ ایادوی د ژوند په هر وخت کې د دوی د دې کتاب پیروي کوي؟ ایا هغه څوک چې په بایبل باندې قسم  واخلي لکه چې بارک اوباما او نور د امریکا او نورو لویدیځوهیوادونه مشران چی په (King James Version Bible) (کېنګ جیمز ورژن بایبل)  چې دا د جیمز په وخت، د جیمز په پیسو او هلو ځلو کې ولیکل شو، دوی په دې بایبل باندې قسم اخلي او دا وایي چې موږ به داعملي کوو او د دې هر حکم به په ټولنه کې عملي کوو ایا دا رښتیاده؟ ایا په مجموع کې دا ټوله عیسایي نړۍ و عیسایت ته ژمن اوهوډ من دي؟ عیسایت یواځې تر واتیکانه پورې محدود دی او که په نورو هیوادوکې هم شته؟ ایا د واتیکان څخه فارغه شوي راهبان وعیسایت ته خدمت کوي؟ او داسې نورې  په زرهاو پوښتنی بې ځوابه دي او ځوابونه ئې (نه هیڅ کله نه!!؟؟)۔
نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د