د مور مینه (په زړه پوري کیسه)

ژباړن : عطا محمد میاخېل

پرون شپه مې خوب لیده چې مړ شوی یم .

لومړۍ ورځ یوه پرښته راغله او راته وې ویل :

څه غواړې ؟

ورته ومې ویل : اوبه .

وې ویل : لاړ شه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې هلته لاړم په یوې سترې چینې مې سترګې ولګېدې ، له هغې چینې څخه مې په مړه خېټه اوبه وڅښلې .

درېیمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟

بیا مې وویل : اوبه .

هغې وویل : لاړشه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې لاړم ، ګورم چې چینه ډېره کوچنۍ شوې ده ، په مړه خېټه مې ترې اوبه وڅښلې .

اوومه ورځ بیا نوموړې پرښته راغله او وې ویل : څه غواړې ؟

بیا مې وویل : اوبه .

هغې بیا وویل : لاړښه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې هغه ځای ته ورسېدم ګورم ، چې د اوبو څاڅکي ډېر کم شوي دي ، بېرته را وګرځېدم او له هغې څخه مې وپوښتل :

دا ولې ؟

هغې په ځواب کې وویل : لومړۍ ورځ ټولو دوستانو ، د کورنۍ غړو ، قوم ، مور او خپل خپلوانو دې ستا له پاره اوښکې تویې کړې ، درېیمه ورځ یوازې ملګرو او مور دې ستا له پاره اوښکې تویې کړې ، اوومه ورځ هم یوازې ملګرو او مور دې ستا له پاره اوښکې تویې کړې ، مګر څلوېښتمه ورځ یوازې او یوازې مور دې وه چې ستا له پاره یې اوښکې تویولې ، دا څاڅکي ستا د مور اوښکې دي ، چې د تل له پاره تویېږي .

کله چې را ویښ شوم ، نو د خپلې مور پښې مې ښکل کړې او پوه شوم ، چې د مور مینه تل پاتې ده .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالخالق همت
میلمه

موري ستا در نامه صدقه سم