
نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې تر ۵۰ ډالرو هم ښکته شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د تېلو نړیوال مارکېټ کې د یو بېرل ناتصفیه شویو تیلو بيې تر ۵۰ ډالرو هم ښکته شوې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د تیلو په نړیوال مارکېټ کې د ناتصفیه شويو تیلو بیې ۶سلنه نورې هم کمې شوې چې د ۲۰۰۹ز کال څخه وروسته تر ټولو ټيټې کچې ته راغورځېدلي دي.
نړیوال مارکیټ کې امریکايي ناتصفیه شویو یو بیرل امریکايي تیلو بیې تر ۵۰ ډالرو پریوتې او او ۴۹،۹۵ ډالرو ته راښکته شوي.
بل پلو برینټ ناتصفیه شوي تېلو بيې هم راښکته شوي او یو بیرل تیلو بیه ۵۳ ډالرو ته راکوزه شوې.
د تېر کال د جون د میاشتې څخه تر دې پورې ناتصفیه شویو تیلو په بیو کې ۵۵ سلنه کمی راغلی دی.
کارپوهان وايي چې امکان لري را روانې اونۍ پورې د امریکايي ناتصفیه شویو یو بیرل تیلو بيې ۴۰ډالرو ته راکوزې شي.
دوی زیاتوي چې د تېلو د بیو ښکته کېدلو لامل د اوپېک د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ نشت دی. همدا راز امریکايي کمپنیو په باککن ایالت کې د تیلو استخراج پیل کړ. دغه د تیلو څاه تر اټکله ډیر تېل درلودل. بل لامل یې د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچه وروسته د اروپا ډېری شرکتونو ونشوای کولای چې نور خپلو تولیداتو ته دوام ورکړي. له دې امله هم د تېلو تقاضا ښکته شوه.
د عربي چارو کارپوه عبدالباري عطوان وايي چې د تېلو د بیو راټيټدل د اسلامي دولت له برکته دي او ښايي د یو بیرل ناتصفیه شویو تیلو بېې ۲۰ ډالرو ته راکوزې شي.
په افغانستان کی خو ۳۰ سلنه هم ارزانه نه شو
د شمال ټلوالی په لاس کی تیل دی دلته خدای د غرق کړی
سلامونه اونيكي هيلي بدي كي خو هيس شك نشته جي دا داسلامي خلافت له بركته ده خوبه مونز باندي دافرض ده جي اسلامي دولت يعني اسلامي خلا فت ته دورزي
10 زلي دعا وكرو دتيلو لباره نه ددي لباره جي الله ورسره به فتحو او نصرتو نوكي خاص كومك وكي{دولة اسلام باقية وتتمدد}