افغانستان

د ایساف دوې الوتکي لوېدلې، لږ تر لږه یو عسکر مړ، او یو موټر زیانمن شوی

attack_on_PRT_in_hiratنن ټکی آسیا: نن د بهرنیو ځواکونو په جلا جلا خبرپاڼو کي راغلي چي ددوی دوې بې پلوټه الوتکې را غورځیدلې، او د طالبانو په برید کي یو تن عسکر ووژل شو، او په یوه چاودنه کي یو موټر زیانمن شو.

په یوه خبرپاڼه کي وویل شوه، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د مخالفینو د برید له امله یو تن بهرنی عسکر مړ شو، چي په دې سره د پرون ورځي د مړو شمېر ۵ تنو عسکرو ته پورته شو،

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم بهرني ځواکونو د خپلو څلورو سرتیرو د مرګ او درو نورو د ټپي کیدو اعلان کړی وو، چي دوه يې هسپانویان وه.

په یوه بل خبر کي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار طالبانو د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د بنغرو په سیمه کي د بهرنیو عسکرو پر کاروان برید وکړ، چي له کبله يې یوه عراده موټر له منځه ولاړ، او ورسره یو عسکر مړ او ۳ نور ټپیان شوه.

مجاهد وویل چي دغي جګړې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.

خو په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر ددغه برید په اړه ویلي چي ددوی یوازي یو موټر زیانمن شو، او نور هیڅ تلفات نه دي ورته رسیدلي.

همداسي نن ایساف ومنله چي د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کي ددوی یوه بې پلوټه الوتکه را وغورځیدله، او زیاته کړې چي الوتکه بیرته دوی تر لاسه کړې، او د پيښي په اړه تحقیقات روان دي.

ددي پيښي په اړه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سیاوشان په سیمه کي دغه الوتکه د طالبانو په ډزو را وغورځیدله.

تر دې مخکي د طالبانو یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وه، چي تیره ورځ د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د جنګلي په سیمه کي طالبانو په ډزو د بهرنیو ځواکونو یو الوتکه را وغورځوله، او پاته پرزې یې له ځانه سره وړي.

د بهرنیو ځواکو رسنیز دفتر دا پيښه هم ومنله خو د الوتکي د راغورځیدو علت يې ندی په ډاګه کړی.

د یادوني وړ ده چي په تیرو پنځو ورځو کي د بهرنیو ځواکونو پنځه الوتکي را وغورځیدې، چي ۳ يې هلیکوپتري او ۲ بې پلوټه الوتکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x