ادبي لیکني

سنګینه- لنډه کیسه

لیکوال: وحیدالله احمدزی

هر وخت به سوچونو کي ډوب و، یواځې به خوشحاله و چی یکې تنها وای…
همداسې به یواځې ناست و، د سوچ په جریان کې به یې یوه غټه اوښکه هم په اننګو راغلل
مورجانه به یې ډیره خفه معلومیده.
ځکه چې ګران ځوی به یې يکې تنها خوشحاله وو او وړې وړې سلګۍ به یې وهلې………
د وخت په تیریدو سره مورجانی پوښتنه ترې وکړه او ځوی ځواب ورکه، مورې مورې اغه…..اغه جنۍ مې خوښه ده مورې هم په مسکا کی ورته وویل، بچیه همدې خبرې ته پریشانه یې.
محمد اکا خبر شو په ریبارۍ لاړ مازدیګری ‫‏یــو ســــور دسمال‬ يې راوړ.
د محمد اکا ځوی خبر شو کور ته په خندا راغی مورجانې ته یې مبارکي ورکړه د مور په غیږ کې يې سر کیښود…………
څه مود بعد واده تیار  شو. ورا لاړه. وخت مازدیګر وو ورا واپس راغله ناوې یو څه بدسات کاوو….
هغه چا ویلي دي، چی په خوله ژاړي په زړه ګوړې ماتوینه..
زړو کې ښه سره خوشحاله وو وخت هم ښه په تیزې سره روان وو.
د کلي نجونې هم راغلې وي. د دریا غږ هم اوریدل کیده
دهلک ملګری هم راغلی و، یو خوندور بانډار يې جوړ کړی و……..
په دې وخت کې یوه سپینه پړکه شوه او درززززززززز شو
د ډیر چا ارمانونه یې د خاورو سره خاوري کړل.
او یوه غټه چیغه شوه داسې معلومیده، چې ناوې د خپل ارمان نوم واخیست او په وینو ولمبیدل.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x