دیني، سیرت او تاریخ

مرتد څوک او څه حکم يې دی؟ (۱)

د باميان څخه عاليه:
مرتد څوک دی اوڅه باید ورسره وشی؟

احمد پښتون تخار:

هغه څوک چې دنبوت دعوه وکي، هغه هم مرتد دی؟

فاطمه عمر – مزارشريف:

عیسایانو یو څه کم تعداد افغانان رانیول او دې افغانانو خپل دین خرڅ هم کړ او عیسایان شول له دوی سره موږ څه وکړو ایا د دوی وژل روا دي؟

ناديه کابل:
ولی هغه کسان چې مرتد شول او ټول اولس په خبر شو په سزا ونه رسیدل ایا دوی کوم دلیل لری؟

محمد اسماعيل- اوکراين:
هغه څوک چې خپل دین بدل کړی هغه مرتد دی اوس د (دین) څخه مراد یواځی اسلام دی او که عیسایت او یهودیت هم مراد دی؟

محمد نبی کاناډا

پر نيټ باندی ما دوې ویډیوګانې ولیدلې چې هغوی د نبوت دعوه کړیده ایا دوی مرتد دی او وژل ئې څنګه دي؟

محمد علی – جنوبی افريقا

که د مرتد مرګ روا وي نو باید څنګه ووژل شي؟

الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی سید الانبیاء والمرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین.
درنو خویندو او ګرانو وروڼو ستاسو له پوښتنو نه یوه نړۍ مننه، ډیر خوښ شوم چې و ما عاجزه ته مو دا پوښتنې راولیږلې، زه به کوښښ وکړم چې د لوی خدای جل جلاله په پوره فضل سره د اسلامی شریعت په رڼا کي در ته ځوابونه درکړم.
دا درسره منم چې دخارجانو په راتګ سره ځینی د ډالرو مینانو خپل دین هم خرڅ کړ، او عیسایان شول، خو دا ډیر لږ کسان دی، موږ ته هم معلومات شته، عیسایت مخکي په افغانستان کي صفر وو، او ان شاء الله وروسته به هم صفر وي، زموږ افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، دا د ګوتو په شمېر کسان به هیڅ هم ونکړی ان شاء الله.
مرتد چا ته ويل کيږی؟
مرتد توری له ارتداد څخه اخیستل شویدی، او ارتداد ودې ته ویل کيږی چې یو څوک مسلمان وی او د اسلام مبین دین بیرته پریږدی، بل دین یا بله لاره غوره کړی ودې ته مرتد ویل کيږی.
هر هغه څوک چې مسلمان وي او عیسایي شی، یا یهودي شی، یا د نبوت دعوه وکړی، یا هندو شی، یا بودایي شی، یاکنفیوشیزم ته واوړی، یاشنتوایزم ته واوړی، او یا بله لاره غوره کړی دا مرتد دی، او مرتد بلل کیږي، چې په لاندی ایاتو او احادیثو مبارکو کي به ورباندی په تفصیل سره رڼا واچول شی ان شاء الله.
د مرتد حکم په قرآنکريم کي:

وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ ﴿١٢﴾ سورة التوبة ايت نمبر 12

ژباړه: او که خپل قسمونه یی له تړون کولو وروسته مات کړل او ستاسي په دین یی ملنډې ووهلې نو د کفر له مشرانو سره جګړه وکړی، بې شکه چې دوی پر خپلو قسمونو ټینګ نه دي، ګوندي ډډه وکړي.

إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ۚ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿٣٣﴾ سورة المائده: ۳۳

ژباړه: بې شکه د هغو کسانو سزا چې له الله او د هغه له رسول سره جګړه کوي او په ځمکه کښې د فساد کولو کوښښ کوی، دا ده چې ووژل شي یا دی په دار وځړول شي یا دي د دوی لاسونه او پښې د مخالفو خواوو څخه (ښی لاس اوکيڼه پښه) پري کړل شي، یا دی له ځمکې څخه وشړل شي، دا د دوی لپاره په دنیا کښې رسوایی ده او په آخرت کښې دوی ته لوی عذاب دي.
دا ایات د هغو خلکو په شان کي نازل شوی دی چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کي مرتد شول چې تفصیل یی په احادیثو کي په تفصیل سره راغلی دی، او د دې ایات مطابق یی هغه مرتدین قتل کړل شول.
نور بیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x