نظــر

چوپ شه د صندوق بچیه!/ زمان مزمل

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

په تېرو انتخاباتو کې یو هلک په جذباتي ډول د اشرف غني په کمپاین کې ډېر تود چلیده.

هره ورځ به په شین سهار کې په یوه خوا او بله روان و او خپلو اشنایانو ته به یې ځان رساوه، د هرې خبرې په سر او پای کې به یې داکتر صاحب داکتر صاحب تکرار تکرار ویلې.

د داکتر صاحب اشرف غني په باب یې هومره زیات معلومات راټول او لکه صرف میر پاو کړي و چې ښايي خپله داکتر د ځان په اړه هومره معلومات حافظې ته نه وي سپارلي.

په دې اړه چې داکتر صاحب د امریکائیانو د تائید وړ دی، په درې ژبو به یې سل کیسې کولې.

د داکتر صاحب د نبوغ او عبقریت په اړه یې داسې مستندې خبرې کولې چې سړي فکر کاوه چې که هغه ته رایه ورنکړم نو په دې ملت باندې به دا راغلی طلايي چانس بې ځایه خراب کړم.

هره ورځ یې د داکتر صاحب د کمپاین له خبرو نه هومره چاڼ درلود، چې تا به ویل چې خدای پاک په جمال مېنه کې سید جمال نوی له قبره راپاڅولی او دې معتقد ځوان به یې د نظریاتو خلاصه په ژوندۍ بڼه خپلې کورنۍ، کلیوالو او هر چاته وړاندې کوله.

انتخاباتي کمپاین چې خپله هم د لیونتوب څپه ده او چې بیا غربي مطبوعاتو او په افغانستان کې د مدني ټولنو کرايي شویو لوبغاړو هغه ته کومه پروپاګنده وچلوله واقعاً په هاغه محدوده یوه میاشتنۍ موده کې د پرګنو نه د امریکا د اشغال او مظالمو هر څه هېر کړل او ټول خلک سږکال په یوه لیونۍ هیله انتخاباتو ته امیدوار شول.

په تېره دغه ځوان چې خولې او سترګو یې خبرې کولې هغه پکې د یوه نوي افغانستان بیرغ موندلی و، په هر مجلس کې به ترې چا خوله نه شوه خلاصولی، د کمپاین دغه لیوني له ځان سره خپل یو تره هم لیونی کړ او په کلي کېبه یې له وراره نه تره ډېر تېره چلیده او هر چا ته به یې ویل:

تاسې معلومات نه لرئ زه تاسې ته خپله د هغه چا له خولې کیسه کوم چې شپه او ورځ یې له داکتر صاحب سره ده.

او چې کله خلک صندقونو ته ولاړ او بیا د صندقونو د شمیرلو ورځې شوې، نو د دغه لیوني پکې کله صندقونه له خولې ولیدل، هر چاته به یې په مبالغه طریقه ویل، چې داکتر صاحب په دې ولایت کې هومره او په هغه ولایت کې هومره صندقان ډک ډک ویوړل.

ریښتیا دا پکې دا یو جذباتي ځوان نه و، چې په دې مبالغو به یې له خپل کاندید نه دفاع کوله، ټول خلک په هغه ورځو کې لیوني شوي وو او هر چا به په خپل کور کې مخالفین او تاوده مخالفین درلودل او هر مازدیګر به د ډېرو مازدیګری په همدغو ناچلو او بې نتیجو انتخاباتو کې خرابیده او ډېر خو پکې په خپلو کې کنځلو ته هم راښکته کېدل.

کله چې صندقان وشمېرل شول او بایلودي پکې مخالفت وکړ او بیا د صندقانو د تکرار د شمیرلو پریکړه وشوه، بیا هم د کمپاین دغه هوسي ځوان له خولې د خپل کمپاین او د خپل کاندید داکتر د صندقانو خبره له خولې، نه غورځوله.

په وروستیو ورځو کې چې خبره د امریکا پورې وتړل شوه او د دغه هلک تره د خپل وراره د خبرو په کاپي کولو خپل نژدې ملګري خپه کړي وو او بیا د کمپاین د ورځو جریان هم ستړی کړی و، هم مایوس و او هم یې په خپله اشتباه سرخلاص شو، چې دغه کاندیدان په دې نه ارزیدل چې ده د هغوی پر سر خپل ماما او او اوښي ګان دا ټول خپه کړل.

یوه ورځ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راغی او د امریکا سفارت ته یې دواړه وړونکی او بایلودونکی کاندید راوغوښتل او په آمرانه ډول یې پکې نیم په نیمه پریکړه وکړه او اشرف غني پکې هاغه سهامي شرکت ته تن ورکړ، چې د کمپاین په اولو ورځو کې به د هرې خبرې په سر او آخر کې هغه رداوه، نو د دغه هلک تره د آخر ځل لپاره مایوس او خجالت شو.

د شپې چې د هغه لیونی وراره راغی او بیا یې د صندقانو خبره په مزه مزه کوله چې داسې شول او هسې شول او دا یې هم وویل چې داکتر صاحب پکې هسې غواړي چې یو ځل ارګ ته لاره پيدا کړي… نو تره یې چې د کمپاین په جنجالونو له بېخه پښيمانه و او پوهیده چې خپل لیوني وراره پرې ډېر دوستان خپه کړل، نو په دغه شپه یې خوله خلاصه کړه او په عصباني لهجه یې خپل وراره ته وویل:

چوپ شه د صندق بچیه! صندقان ټول جان کیري مات کړل او حکومت یې په خپله طریقه تقسیم کړ… ته ناخبره پکې بیا هم صندق – صندق وایې. ورک شه وطن مو د امریکا دلالانو ته وسپاره!!

د ژمن ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x