افغانستان

له نړیوالې ټولنې د ولسي جرګې غوښتنه ‘د اساسي قانون خلاف’ ده

hamid_karzai_spokes_man(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۷) کابل: افغان حکومت د ولسي جرگې تر غونډې ايله يو ساعت وروسته په خپل غبرگون کې پر هغو استازو نيوکه وکړه چې گواکې غواړي په جرگه کې د راتوکېدلي کړکېچ د هواري لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې راماتې کړي .

حکومت وايي د ولسي جرګې او قضائيه قوې تر منځ د راتوکېدلي کړکېچ د هواري په موخه له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه نه يوازې د افغانستان ملي حاکميت ته زيان اړوي، بلکې په وينا يې له اساسي قانون سره هم اړخ نه لګوي .

د ولسي جرګې اداري پلاوي په خپلې وروستۍ ناسته کې ويلي چې په کابل کې يې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره کتلي او هغه د دغو استازو له دريځه ننگه کړې، خو په کابل کې د يونما اداره وايي په دغې برخه کې يې له ټولو غاړو غوښتي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې راټوکېدلى کړکېچ له منځه يوسي .

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر دغه څه د افغانستان د ملي حاکميت له پامه غورځول بولي او وايي چې دغه کړکېچ حقوقي بڼه لري او کېداى شي چې په کور کي د ننه د حقوقي څانگو پر مټ يې د هواري لارې چارې بياموندل شي .

په افغانستان کې د درې گونو قواوو ترمنځ راټوکېدلى کړکېچ دا مهال ډېر ترينگلى شوى او ان د تربگنۍ تر پولو هم اوښتى ښکاري .

خو د افغانستان د ولسي جرگې غړي د دغې لانجې د غوڅولو يوه لاره د نړيوالې ټولنې مرسته او لاس نيوى بولي، هغوى وايي چې دا د نړيوالې تولنې او په تېره بيا د يونما دنده ده چې د ټاکنو بهير وڅاري او د ولسواکۍ د پايښت لپاره کار او هڅې وکړي .

په ولسي جرگه کې د نوې ټلوالې د مشرتابه غړى محمد ظاهر قدير په همدې باور دى .

دغه راز ولسي جرگې په عمومي غونډه کې د جرگې اداري پلاوي وويل چې دوى په کابل کې د ملگرو ملتو له ځانگړي استازي ستيفن ډيميستورا سره ليدلي او هغه د دغو استازو له دريځه نه يوازې دا چې ننگه کړې بلکې ويلي يې دي چې ددغه کړکېچ په هواري کې به ورسره هېڅ ډول مرستې نه سپموي .

خو د يونما يوې وياندې نيلاب مبارز خبري رسنیو ته وويل ملگري ملتونه په افغانستان کې د اساسي قانون د پلي کېدا لپاره هڅې کوي او هر هغه څه چې د دغه قانون سره سم وي دوى يې ننگه کوي .

 

سټيفن دیمستورا

ولسي جرګه وايي چې د ملګرو ملتونو د استازۍ دفتر ورسره د ستونزې په هوارۍ کې د مرستې ژمنه کړې .

هره غاړه په ټاکنو کې د درغليو او پړې گوته يو بل ته نيسي، خو په ټوله کې د دغه هېواد سيستم او نظام هم ورسره ټکنى او گډ وډ شوي دى .

له يوه پلوه لا هم د دغه هېواد د او وزارتونو د څوکيو برخليک نه دى روښانه شوى، او له بلې خوا د درغليو په تور د ولسي جرگه د ۶۲ استازو مخامخ کېدل او د عدلي نظام د مشرتابه نه د واکونو اخيستنه ده چې د دغه هيواد هر وگړى يې اندېښمن کړی دى .

په تېرې يوې اوونۍ کې دغه څه د پلازمېنې کابل او ځينو نورو ښارونو کې پر سوداگرۍ، راکړې ورکړې او نورو سوداگريزو چارو هم سيورى غوړولى دى .

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x