
هند او پاکستان تر منځ نښتو کې ۴ کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د تېرې یوې اونۍ راهیسې پاکستان او هند تر منځ د نښتو څو پېښې رامنځته شوي چې له امله یې دواړو لورو ته درنه مرګ – ژوبله اوښتې.
د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې سیالکوټ کې هند پولي سره نېږدې د هند سرحدي ځواکونو له خوا په ډزو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې په ظفروال سیکټر کې د هندي سرحدي ځواکونو لخوا پر ولسي وګړو ډزو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي.
تېرې یوې اونۍ کې د سیالکوټ په «ورکنګ باونډري» او د کشمیر په «لاین آف کنټرول» پولو کې د هند او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو څخه پېښې رامنځته شوي.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ کشمیر او سیالکوټ کې د هند- پاکستان پر پوله د ډزو له کبله د ۲ هندي عسکرو په شمول ۴ کسان ووژل شول.
د دواړو لورو لخوا په ډزو کې د پاکستان له لوري یوه دریالس کلنه انجلۍ او هند له لوري د دوه پوځیانو سربېره یوه ۱۴ کلنه انجلۍ ووژل شوه.
هندي چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ په کشمیر کې پر هندي پوستو باندې ډزې وکړې چې له کبله یې دوه سرحدي عسکر ووژل شول او ددغې پېښې وروسته هند د کپواره او بارهموله ټولو سرحدي سیمو کې د پوځ د زیاتولو امر وکړ.
د دسمبر پر ۳۱مه سیالکوټ کې د هندي سرحدي ځواکونو او پاکستاني عسکرو تر منځ نښتو کې ۲ پاکستاني او یو هندی عسکر ووژل شو.
پاکستان دغه پېښه وغندله او په پاکستان کې د هند کمشنر يې بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او په پېښه یې احتجاج وکړ.
د پاکستان او هند تر منځ د سیالکوټ په «ورکنګ باونډري» او کشمیر «لاین اف کنټرول» باندې د څو کلونو ارامۍ وروسته په ۲۰۱۳ کې یو ځل بیا نښتې پیل شوې.
تېر کال په اکتوبر کې د کشمیر پر پوله دواړو لورو پر یوه بل ډزې وکړې چې له کبله یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. په وژل شوو کې ۱۲ پاکستاني او ۷ هندي وو.
د پاکستان او هند پخواني ولسمشرانو جنرال پرویز مشرف او واجپايي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۳ز کال کې د ډز بندۍ تړون کړی و.
خو ددغه تړون سربېره هم دواړو لورو پر سرحدونو پر یو بل لسګونه ځل ډزې کړي او تړون یې نقض او مات کړی دی.