افغانستان

ګډ حکومت په لومړیو سل ورځو کې د ۱۱۰ وعدو څخه ۴ وعدې پوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د انتخاباتي ناندریو په پایله کې د ګډ حکومت د جوړېدو وروسته یو افغانی سایټ ددې لپاره جوړ شوی، چې د اشرف غني په مشري او د عبد الله په ګډه د حکومت د لومړیو سلو ورځو حساب وکړي، او په دغه وخت کې د هغو وعدو څارنه وکړي، چې ګډ حکومت د ولس سره کړي دي.

یاده ویب پاڼه چې سل ورځي (صد روز) نومیږي، د سلو ورځو وروسته په خپل ویب پاڼه کې څرګنده کړې، چې ګډ حکومت د ولس سره ۱۱۰ وعدې کړي، د هغو څخه یوازي ۴ وعدې پوره شوي، په ۲۳ باندي کار پيل شوی، او ۸۳ وعدې لا همداسي بې پیله پاته دي.

که څه هم د هغو وعدو په اړه چې تر کار لاندي دي، کره شواهد نشته، خو (صد روز) پاڼي په هغو اسنادو او خبرونو استناد کړی، چې د دولتي چارواکو له خوا نشر ته سپارل شوی، او یا هغوی یې د پيل ادعا کړې.

باید وویل شي چې د (سل ورځي) ویب پاڼه چې شعار یې زمونږ حکومت، زمونږ څارنه ده، په خپل ویب پاڼه کې ویلي چې ګډ حکومت د سولي او امنیت په اړه ۱۴ وعدې کړي، د اقتصاد په اړه یې ۳۵، د حکومتولی په اړه ۳۰، او د ټولنیز او کلتور په اړه یې ۳۱ وعدې کړي، چې د هغو څخه یوازي ۴ یې پوره شوي، ۲۳ یې تر کار لاندي دي، او پاته ۸۳ وعدې لا تر اوسه پيل شوي نه دي.

باید وویل شي چې ګډ حکومت تر اوسه په دې هم نه دی توانیدلی چې خپله بشپړه کابینه ولس او ولسي نمایندګانو ته ور معرفي کړي، چې له کبله یې په افغانانو کې مایوسي خپره شوې ده.
د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته نیژدې سرچیني وايي چې د کابیني اړوند لا ددواړو ډلو تر منځ ژور اختلافات وجود لري، چې له کبله یې د کابیني اعلان هر ځل ځنډول کیږي، او لا یې درک نه دی معلوم چې کله به اعلان شوي.
که څه هم د کابینې په اړه مخکنۍ ټول توقعات پر ځای نه دی ختلي، خو وروستی توقعات د ځینو سرچینو په حواله دادي چې کابینه به راتلونکې چار شنبه یعني سبا اعلان شي.

100days_1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x