افغانستان

امریکا: له افغانستانه د وتلو د مهالویش بدلون امکان نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): سپینه ماڼۍ وايي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه له ټاکلي مهالویش سره سم وځي او ټينګار يې کړی چې د دې مهالویش بدلون امکان نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنېسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د بارک او باما تګلاره روښانه ده او په خبره يې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه څرګندې خبرې کړې.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و، چې دوی به د ۲۰۱۴م کال په پای ته رسېدو سره خپله جګړه هم تمامه کړي او خپل ځواکونه به د ۲۰۱۶ کال تر پایه بشپړ وباسي، یواځې د سفارت د امنیت په موخه به څو تنه پاتې وي.

خو تېره ورځ اشرف غنی له  سي بې اس امریکايي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دې د ځواکونو د ویستلو پر مهالویش بیا فکر وکړي.

اشرف غني د سي بي ایس د «سکسټي منټ یا شپېته دقېقې» پروګرام سره په مرکه کې د «ترهګرۍ» ځپلو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا، د دوی حکومت او نورو اړخونو په دغه لړ کې پوره کوښښ کړی دی او ددې موخې ترلاسه کولو کې ښکاره پرمختګ شوی دی، نو ټول لوري دې په ضرب الاجل بیا غور ته تیار وي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر اوباما په دې پوه دی، وویل چې «ولسمشر اوباما ما پيژني. موږ دې اړتیا نه لرو چې یو بل ته څه ووایو».

په عین حال کې په افغانستان کې د ایساف ځواکونو قومندان جان کیمپ بیل سي بي ایس سره په یوې ځانګړې مرکې کې د ناټو ځواکونو پر نه پاتې کېدو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دولتي عسکر ددې توان او وړتیا لري چې افغانستان د عراق او سوریې کې د جنګیدونکو ګروپونو څخه وساتي. «افغانستان عراق نه دی».

ورسره جوخت د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو هم د سپينې ماڼۍ د ویاند د څرګندونو تایید کړی دی او ويلي يې دي چې افغان عسکر د طالبانو د جګړې لپاره روزل شوي دي او کولای شي دفاع وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې د امریکايي عسکرو د وتلو مانا به دا نه وي، چې افغان دولت به یواځې پرېږدي، د هغې په خبره دوی به بیا هم له ګډ حکومت سره همکار وي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ناټو پوځي ماموریت پای ته ورسيد او د نوي میلادي کال له پیل سره جوخت امنیتي مسؤولیت بشپړ افغان عسکرو ته وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x