سل ورځنی دولت لا هم په لومړۍ ناندرۍ کې ښکېل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): له ننه پوره سل ورځې وړاندې د تلې په اوومه نېټه د نوي حکومت دواړو مشرانو او د هغوی څلورو مرستیالانو د ملت په وړاندې لوړه وکړه او د ګډ حکومت بنسټ يې کېښود.

د دې حکومت لپاره لومړی ځل ټاکنې د روان لمریز کال په شپاړلسمه ترسره شوې چې پکې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او د دویم پړاو پایلې خورا ناندریزې وي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو دعوه کوله چې تر خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله يې نږدې یو میلیون رايې ډېرې دي نو په قاطع ډول دوی ګټونکي او مقابل لوری بایلونکی دی، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو پر دې ټینګار کاوه چې د اشرف غني ګټلې رايې د پرېمانه درغلیو پایلې دي چې دوی ته د منلو نه دي.

د دواړو نوماندانو ترمنځ ناندریو شپږ میاشتې وخت ونیو، چې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دواړه مشران پر دې قانع کړل چې واک به مساوي ویشي او دواړه به بریالي اعلانېږي.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو پوره سل ورځې وړاندې د تلې په اوومه د دوشنبې په ورځ د ملت پر وړاندې لوړه وکړه.

د دغو مراسمو لپاره چې په کابل کې ورته ځانګړي تدابیر نیول شوي و، له ګڼو بهرنیو هېوادونو څخه بهرني مېلمانه هم راغلي وو. سربېره پر بهرنیو مېلمنو، د دوو انتخاباتي ټیمونو استازو هم دغې غونډه کې گډون کړی و.
د غونډې لومړی ویناوال د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزی و. کرزي د خپلو خبرو په پیل کې وویل: «که مې د کار پیل کې دغه تجربې لرلې، شاید ځینې پرېکړې مې په بل ډول کړې وای». حامد کرزي وویل: «یو له ناتمامه کارونو سوله او امنیت دي، چې لا هم نه دی ترلاسه شوي». کرزي زیاته کړه: «که سوله وای، افغانستان به د نن په پرتله ډېر پرمختللی وای». ښاغلي کرزي له خلکو وغوښتل چې له نوي ولسمشر سره همکاري وکړي.

د حامد کرزي له وینا وروسته، اشرف غني احمدزي ته قاضي القضاة، عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه او بیا ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو ته لوړه ورکړه. اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته، د اجراییه رئیس څوکۍ، دوو مرستیالانو او د احمد ضیا مسعود لپاره د ځانګړي پوسټ (په اداري اصلاحاتو کې د ولسمشر فوق العاده استازي) فرمانونه لاسلیک کړل. ښاغلي غني له دغو فرمانونو وروسته، عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالانو ته لوړه ورکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته، اجراییه رئیس، عبدالله عبدالله لنډه وینا وکړه. ښاغلي عبدالله د ملي یووالي حکومت د افغانستان اړتیا وبلله او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د عبدالله له لنډې وینا وروسته، نوی ولسمشر، محمد اشرف غني احمدزی وینا لپاره سټېج ته وبلل شو. ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي مفصله وینا وکړه. غني هڅه وکړه، چې ولس ته ډاډ ورکړي. ده وویل، چې د امید فضا راستنه شوې ده. لومړی یې له پخوانی ولسمشر، حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې واک یې په سوله ییز ډول ولېږداوه او بیا یې له عبدالله عبدالله هم مننه وکړه، چې د دې بهیر په بریا کې يې مرسته وکړه.

اشرف غني دا خبره بیا تکرار کړه، چې د ملي یووالي حکومت د واک وېش نه دی، د دندو وېش دی. کارپوهان په نوي حکومت نیوکه کوي، چې د واکونو د وېش له امله به له انارشۍ سره مخ وي. غني وویل: «د افغانستان سیاسي پروسه په ولسواکۍ ولاړه ده».

امنیتي تړون:

د لوړې له مراسمو څلور ویشته ساعته وروسته د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا له سفیر جمیز کننګهم سره د امنیتي تړون سند لاسلیک کړ، چې عام ولس يې په وړاندې توند غبرګون وښود.

د دې تړون له مخې امریکایانو ته د نږدې لس زره عسکرو د پاتې کېدو او پوځي اډو د موجودیت رسمي سند لاسلیک کړل شو، چې د لېندۍ په دویمه د ولسي جرګې له لوري هم په فوق العاده ناسته کې تایید شو.

د ولسي جرګې په دې فوق العاده ناسته کې ۱۵۷ تنه وکیلانو ګډون کړی و، چې پنځو تنو يې له امنیتي تړون سره مخالفت وښود او دريو نورو خپلې رايې سپینې وکارولې. پاتې ټولو د دې تړون تایید وکړ.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي رسنیو ته ویلي و، چې د ارګ له لوري دوی تر فشار لاندې دي چې باید هرو ـ مرو له امریکا سره شوی امنیتي تړون تایید شي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي هم له هغه پنځو تنو نه و، چې د تړون له تایید سره سخت مخالف و.

نوموړي په ولسي جرګه کې هم د تړون ضد غږ پورته کړ او له خپلو څلورو نورو ملګرو سره يې په یوه غږ دا د افغانستان د خرڅلاو قباله وبلله.

عبدالستار خواصي له یادې ناندریزې ناستې وروسته رسنیو ته وویل چې د دې تړون تایید د کفر د حاکمیت د تایید په مانا دی او د کفر د حاکمیت تایید کفر ګڼل کېږي.

نوموړي د المایدې د سورت څلورڅلوېښتم ایات د دلیل په توګه راوړ او ويې ویل چې د همدې ایات له مخې څوک چې د قرآن او سنتو پر ځای پر بل څه پرېکړه کوي هغه کافر ګڼل کېږي.

خواصي وویل چې په ناسته کې د پارلمان ډېری غړو د قرآن او سنتو پر ځای امریکا ته ترجیح ورکړه او تړون يې تایید کړ.

نوموړي وویل چې که اوس امریکایان سل تنه افغانان په یوه ورځ هم شهیدان کړي، نو زموږ محاکم ورته څه نشي ویلای.

ملکي تلفات:

د یاد تړون تر لاسلیک څو ساعته وړاندې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالي کې بهرنیانو د ګندم ریزبازار په سیمه ۱۰ دکانداران او یو ښځه او ماشوم په شهادت ورسول.

تر دې وړاندې بهرنیو او کورنیو عسکرو په کجکۍ ولسوالۍ په ګندم ریز بازار کې د چورلکو پر مټ ښکته شوي ول.

راپور کاږي چې په یاد بازار کې بهرنیو ځواکونو ۱۲۰ دکانونه سوځولي او جامع مسجد يې د چادیدونکو توکو پر مټ الوځولی او پر شهادت یې رسولی.

د امنیتي تړون تر لاسلیک څو ساعته وروسته هم بهرنیانو په خوست ولایت کې څلور ملکي وګړي شهیدان کړل.

د خوست چارواکي وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دې ولایت په علیشېرو ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ وايي چې بې پیلوټه الوتکې د عليشېرو په ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي هغه وخت په نښه کړل چې په يوه کرولا ډوله موټر کې د سفر په حال کې وو.

پر دې سربېره څو ورځې وړاندې د لوګر په بره کي برک او تر هغه وړاندې په پکتیا ولایت کې د بهرنیانو په بمباريو کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

د هلمند په سنګین ولسوالي کې دملي اردو د عسکرو له لوري نږدې یو سل اوشپېتو تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې لا يې هم پېښه نه ده څېړل شوې.

اقتصادي حالت:

د ګډ حکومت د ټاکنیزو ناندریو له پیله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه هوکړه تر مجبورېدلو پورې د هېواد په اقتصادي وضعیت خورا بد اغېزه شوې ده.

د ګډ حکومت له جوړښته څو ورځې وړاندې د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د بې بې سې په ازاده جرګه کې یادونه وکړه، چې د ټاکنیزو ناندریو په خاطر مو پنځه میلیونه ملي بودجه او شپږ میلیونه خصوصي بودجه تاواني شوې ده.

د نوموړي په خبره خلک وېرېږي او خپل پانګونه له هېواده د باندې کوي، دلته په حالاتو باور نه لري ځکه خو نه شي کولای چې په هېواد کې ډېره پانګونه وکړي.

څو ورځې وړاندې هم د ماليې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې که نړیواله ټولنه بېړنۍ مرسته ونه کړي، نو دوی نه شي کولای چې د دولت د ځینو کارکوونکو معاشونه او هم د دولتي ادارو لګښتونه ورکړي.

امنیت:

د نوي حکومت له پیل سره طالبانو هم خپلو بریدنو ته زور ورکړی او د نوي حکومت په لومړۍ میاشت کې نږدې هره ورځ په متوسط ډول کابل د دریو چاودنو شاهد و، چې خورا درانده تلفات يې هم درلودل.

د طالبانو له لوري د ټاکنیزو ناندریو له پیل سره بریدونه پراخ شول، چې د سنګین جګړه يې د ټول کال خورا ځپونکي او اوږده جګړه وه، پر دې سربېره طالبانو په فاریاب کې قیصار، په غزني کې اجرستان، په هرات کې شینډنډ، په زابل کې نوبهار او په نورستان کې ځينې ولسوالي تر واک لاندې کړې.

د طالبانو له لوري لسګونه سرتيري بریدونه وشول، چې د شوراب په پوځي اډه کې د لسو تنو بریدګرو له لوري نږدې څلور ورځنۍ جګړې يې خورا درانده تلفات درلودل.

ولسي فاصله:

له نوي حکومته د خلکو تر ټولو لویه تمه د سولې را وستل او هېواد له جګړې څخه را ایستل و، چې دواړو نوماندانو يې په ټاکنیزو ناندریو کې ژمنې هم کړې وې.

خو د ګډ حکومت له لوري د لوړې له مراسمو نږدې څلور ویشت ساعته وروسته له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک د ولس دا هیله هم په ناهیلي بدله کړه او خلک د ګډ حکومت له لوري نور هم ناامیده شول.

د حکومت له پیله چاوراکو ژمنه وکړه چې په یوه نیمه میاشت کې به خپله کاري او د استعدادونو پر بنسټ جوړه کابینه اعلان کړي، خو د سلو ورځو په تېرېدو لا هم د کابینې څرک نه لګېږي.

د چارو کارپوهان وايي چې د کابینې ځنډ، اداري فساد، چور او بد امني ته زمینه برابره کړې ده، چې مسوولیت يې د ګډ حکومت د داوړو مشرانو په غاړه دی.

د حکومت له مشرانو نه ولسي وګړو هم د خواله رسنیو له لوري غوښتنې کړې چې دوی باید استعفا ورکړي او په مشرانو جرګه کې د ولس استازیو هم له دواړو مشرانو غوښتي چې دواړه مشران دې ولس ته استعفا وړاندې کړي، د دوی په خبره حکومتي چارواکو د کابینې په نه اعلان سره خپله ناکامي ثابته کړه.

یاده دې وي ګډ حکومت تر اوسه درویشت ژمنې ترکار لاندې نیولې، درې اتیا يې لا پیل کړې نه دي او یواځې څلور ژمنې يې پوره کړې دي.

دغه سروې د «صد روز» په نامه برېښنا پاڼې خپره کړې او ويلي يې دي چې ګډ حکومت د معلوماتو د لاسرسي قانون پلي کول، هېواد ته د نیویارک ټایمز د شړل شوي خبریال بېرته راستنول، د چارو د ادارې او د وزیرانو د شورا له تشکیلاتو سره د ولسمشر د فتر یوځای کول او له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول هغه ژمنې دي چې د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه پوره کړې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د