افغانستان

غزني: په اندړ ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي شرکت ۵ ساتونکي ووژل

secortyنن ټکی آسیا: د غزني ولایت د اندړ په ولسوالۍ کې نن طالبانو د امنتي شرکت پر ساتونکو برید کړی، چي له کبله يې د طالبانو په وینا ۸ تنه ساتونکي مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چي طالبانو یاد برید د اندړ ولسوالۍ د یرګټو په سیمه کي تر سره کړی، چي په کښي د یادي مرګ ژوبلي سربیره

۲ عرادې باروړونکي او ۳ عرادې سرف ډوله موټر له منځه تللي.

هغه وویل چي په دغه جګړه کي یوازي یو تن طالب ټپي شو.

خو یو افغان چارواکي ویلي چي طالبانو نن د بهرنیو ځواکونو پر یو اکمالاتي کاروان چي د امنیتي شرکت له خوا يې ساتنه کیږي، برید وشو، چي د جګړې په صورت کي ۵ تنه ساتونکي ووژل شوه، او یو عراده موټر يې ویجاړ شو.

هغه طالبانو ته هم د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په کلکه رد کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x