افغانستان

ګډ حکومت لخوا شوې ژمنې، تر سره شوې، تر کار لاندې، او پاتې شوې ژمنې- بشپړ تفصیل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او کابل کې د امریکا سفارت په منځګړیتوب جوړ شوی ګډ حکومت د کړو ۱۱۰ ژمنو څخه ۴ ژمنې پوره کړي دي او په نورو کې پاتې راغلی.

ګډ حکومت چې له پیله ورته یو څه پلویان هیله‌من و، نن يې پر ضد تبلیغات کوي او ناکام حکومت يې بولي.

یوې افغانۍ وېبپاڼې چې د ګډحکومت د کارونو د څار په موخه جوړه شوې، د لومړنیو ۱۰۰ ورځو راپور کې ویلي چې ګډ حکومت د ولس سره ۱۱۰ ژمنې کړي، چې له منځه یې یواځې ۴ پوره شوي، په ۲۳ باندې کار پيل شوی، او ۸۳ ژمنې پرته له دې چې پرې غور وشي، پاتې دي.

د هغو ژمنو په اړه چې ویل کیږي تر کار لاندې دي، کره ثبوتونه نشته دی. دغې وېبپاڼې یواځې د رسنیو او رسمي څرګندونو راپورونه باندې تکیه کړې او تر کار لاندې یې بللي دي.

باید وویل شي چې د سل ورځې ویب پاڼې چې شعار یې زموږ حکومت، زمونږ څارنه ده، په خپل ویب پاڼه کې ویلي چې ګډ حکومت د سولې او امنیت په اړه ۱۴ وعدې کړي، د اقتصاد په اړه یې ۳۵، د حکومتولی په اړه ۳۰، او د ټولنیز او کلتور په اړه یې ۳۱ وعدې کړي، چې د هغو څخه یواځې ۴ یې پوره شوي، ۲۳ یې تر کار لاندي دي، خو درک یی نه دی مالوم چې کومي لوري ته به ولاړي شي، او پاته ۸۳ ژمنې لا تر اوسه پيل شوي نه دي.

د ګډ حکومت سل ورځې په داسې حال کې پوره کیږي چې تر اوسه دواړه مشران په دې نه دي توانیدلي څو خپله بشپړه کابینه ولس او ولسي استازو ته ور معرفي کړي.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته نیږدې سرچیني وايي چې د کابیني اړوند لا د دواړو ډلو تر منځ ژور اختلافات وجود لري، چې له کبله یې د کابیني اعلان هر ځل ځنډول کیږي.

اشرف غني او عبدالله تر مشرۍ لاندې ګډ حکومت په اړه شننونکي وايي چې دوی پرته له دې چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او افغانستان په یوې تلپاتې جګړه کې ښکېل کړي نور هيڅ هم دي کړي.

د تېرو کلونو په پرتله امنیت خورا زیات خراب شوی او د ګډ حکومت د جوړیدو سره کابل د طالبانو د سختو بریدونو شاهد و.

په اقتصادي برخه کې کارونه ورځې تر بلې خرابېدل، بې روزګاري زیاته شوې او د اشیاو نرخونه لوړ شوي دي.

نن ټکی اسیا د ګډ حکومت لخوا ترسره شوې ژمنې د «صد روز نخست» وېبپاڼې څخه په مننه را اخلي او خپلو لوستونکو سره يې شریکوي:

ترسره شوې ژمنې

سوله او امنیت

• د امریکا له متحده ایالتونو سره د امنیتی تړون لاسلیکول

ټولنیز-کلتوري
• کاروونکي له لارې افغانستان ته د نیویارک ټایمز د خبریال پر راتګ بندیز پاي ته ورسول شو

حکومتولي
• کاروونکي له لارې کابل د چارو د اداری او د وزیرانو د شورا له تشکیلاتو سره د ولسمشر د دفتر د ریاست یوځای کول.

حکومتولي
• معلوماتو ته د وګړو د لاسرسي قانون پلي کول

تر کار لاندې ژمنې 

په دې اړه یواځې دولت راپور ورکړی چې دغه ژمنې تر کار لاندې دي خو معلومه نه ده چې ایا کار پرې پیل شوی او که په ټپه ولاړ دی

ټولنیز-کلتوري
• له داخلي بېځایه شویو سره د روغتیا، پوهنې او نورو فرصتونو په برخه کې مرسته کول

حکومتولي
• د ملکي خدمتونو کارکوونکي باید خپلې شتمنۍ په عدلي او قضایي ادارو کې ثبت کړي

حکومتولي
• د حکومت فاسدو کارکوونکو ته سزا ورکول

سوله او امنیت
• امنیتی ځواکونو ته د ژوند د ښو شرایطو برابرول

سوله او امنیت
• د وژل شویو امنیتي ځواکونو د کورنیو لپاره د حقوقو په ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو راوستل

سوله او امنیت
• د تلپاتې سولې د راوستلو په موخه به له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې اترې پیلیږي

ټولنیز-کلتوري
• د مېرمنو د وړتیاوو لوړولو لپاره کار کول او په دولتي دندو د لا زیاتو مېرمنو

ټولنیز-کلتوري
• په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه

حکومتولي
• هر څومره ژر چې شوني وي، د ملي یووالي حکومت به د افغانستان ټولو وګړو ته برېښنایي تذکري وویشي

حکومتولي
• د هېواد په کچه د وګړو د سرشمېرنې پیل

ټولنیز-کلتوري
• په نړیوالو معیارونو د اسلامي پوهنتون جوړول

حکومتولي
• د کابل بانک قضیې بیاڅېړل او د ښکېلو خواوو محکمې ته راکاږل

اقتصاد
• د بېکارۍ کچې راټیټول

حکومتولي
• د دولت د ټولو کارکوونکو لپاره د کورونو برابرول

اقتصاد
• د خصوصي پانګونې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول او د پانګونې د هڅونې لپاره هڅه کول

ټولنیز-کلتوري
• د داسې روغتیایي مرکزونو جوړول چې په هغو کې مېرمنو ته زده کړې، اسناد او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالی سره مبارزه وشي.

اقتصاد
• کاروونکي له لارې ده کورنی تولیداتو زیاتول

ټولنیز-کلتوري
• د مېرمنو لپاره د لوړې درجې پوهنتون جوړول

اقتصاد
• د بودېجې په مهالوېش کې سمون راوستل، څو عادي بودېجه د دوو کلونو لپاره او انکشافی بودېجه د ۵ کلونو لپاره چمتو شي

اقتصاد
• د داسې پروژو پلې کول، چې د تریاکو پر ځای بل بدیل ته بازارموندنه وکړي.

سوله او امنیت
• د ټولو وژل شویو او ټپي شویو خبریالانو د دوسیو څېړل او د دغو تاوتریخوالو عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره جدي هڅه.

ټولنیز-کلتوري
• په ستره محکمه کې د ښځینه قاضي په دنده ګومارل، چې په ځانګړې ډول د مېرمنو قضیې پر مخ یوسي

اقتصاد
• هرات په هرات ولایت کې د سلما بند جوړولو لپاره د یو خوندي چاپېریال رامنځ ته کول

هغه ژمنې چې لا په اړه یې غور هم نه دی شوې

ټولنیز-کلتوري
• له مذهبي مشرانو سره کار کول، څو د تریاکو کرکېله او کارول له منځه یووړل شي

حکومتولي
• د ښوونکو، پولیسو او نورو ملکي مامورینو د تنخوا لوړول

اقتصاد
• پوهنتونونه به په دولتي موسساتو بدل شي، څو عاید ترلاسه شي

حکومتولي
• د دولت د ټولو کړو وړو ډیجیټل کول

حکومتولي
• د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو تر منځ په شخړو کې د اوښتي زیان د څېړنې لپاره به یو کمیسیون جوړیږي او زیانمنو ته به تاوان ورکول کیږي

ټولنیز-کلتوري
• د لا ښه مدیریت لپاره به دولتي روغتونونه شخصي سکتور ته وسپارل شي

سوله او امنیت
• د کورونو د جوړولو په برخه کې به ګامونه اخېستل کېږي، په ځانګړې ډول د امنیتي ځواکونو د کورنیو لپاره

سوله او امنیت
• د لویو لارو امنیت ټینګول

حکومتولي
• د تاریخي اثارو د بیارغونې لپاره د کمېسیون جوړول

سوله او امنیت
• د پولیسو او پوځ د مسولیتونو ترمنځ واضیح توپیر رامنځته کړي

سوله او امنیت
• له وسله والو مخالفینو سره به خبرې له سره پیلیږی، خو د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې به نه قرباني کېږي

ټولنیز-کلتوري
• د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پلې کول

ټولنیز-کلتوري
• کاروونکي له لارې لوگر په لوګر ولایت کې د پوهنتون جوړول

اقتصاد
• ارزگان د کندهار او اروزګان ولایتونو تر منځ د دوه اړخیز سړک قیر کول

ټولنیز-کلتوري
• ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي زیاتېدل

حکومتولي
• کاروونکي له لارې د ځوانانو لپاره د خپلواک وزارت رامنځ ته کول.

اقتصاد
• کاروونکي له لارې دایکندی د دایکندي ولایت په مرکز نیلي کې به ماسټر پلان عملي کړو.

ټولنیز-کلتوري
• کاروونکي له لارې دایکندی په دایکندي ولایت کې د یوه دولتي پوهنتون جوړول

اقتصاد
• کاروونکي له لارې دایکندی د دایکندي ولایت هوایي ډګر به په معیاري ډول جوړ شي او یاد ولایت به د بریښنا له رڼا څخه برخمن شي.

اقتصاد
• کاروونکي له لارې دایکندی په دایکندي ولایت کې د سړکونو رغول.

سوله او امنیت
• کاروونکي له لارې د هغو کسانو محاکمه چې له بشري حقونو څخه یې سرغړونه کړې او یا هم په جنګې جرمونو کې شامل وي

اقتصاد
• کابل د ښارونو د پلان جوړولو لپاره د ادارې جوړول، څو د افغانستان د ښارونو د چټکې ودې د اداره کولو لپاره کار وکړي. د هېواد پلازمېنې کابل ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

ټولنیز-کلتوري
• کندوز په کندوز کې د کرنیز پوهنتون جوړول

ټولنیز-کلتوري
• جوزجان په جوزجان ولایت کې د پټرولو د څېړنې پوهنتون جوړول

سوله او امنیت
• هرات په هرات ولایت کې د خلکو د تښتونو پیښو پای ته رسول

ټولنیز-کلتوري
• له خبریالانو سره د چال چلند په برخه کې، امنیتي ځواکونو ته د روزنې ورکول.

حکومتولي
• د یو نوي قانون وړاندیز کول او ورته هڅه کول، چې د خبریالانو کاري خوندیتوب ډاډمن کړي.

ټولنیز-کلتوري
• د خبریالانو د ملاتړ لپاره د مالي صندوق جوړول

حکومتولي
• هغو کسانو ته سزا ورکول چې د خپل کار پر مهال او یا د کار له کبله له خبریالانو سر زورزیاتی کوي.

حکومتولي
• د ملي یووالي حکومت ژمن دی؛ داسې قانون تصویب او پلې کړي چې د سیمه ییز، ولایتي او ميی حکومت لپاره روښانه پولې وټاکي.

حکومتولي
• دواړه ډلې ژمنې دي چې د ملکي خدمتونو په کمېسیون کې به اصلاحات راولي.

حکومتولي
• ولسمشر به یو فرمان صادروي، چې له مخې به یې یو ځانګړی کمېسیون جوړ او ټاکنیز کمېسیونونه به اصلاح کړي، څو راتلونکې ټاکنې خپل باور ترلاسه کړي.

حکومتولي
• تر هغې چې په اساسي قانون کې تعدیل راځي، ولسمشر به د یو فرمان له مخې د دویم ټیم مشر د اپوزېسیون د مشر په توګه ګوماري. یاد مقام به د اوسني حکومت په جوړښت کې په رسمیت پېژندل کېږي.

حکومتولي
• د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته ژمنتیا

اقتصاد
• په دواړو، دولتي او خصوصي سکتور کې د ښځو د خوښې کاري قوانینو او ګومارنې د پالیسیو پراختیا او پلي کول.

حکومتولي
• ولسمشر او اجرایوي ريیس به یو کمیسیون ټاکي څو په اساسي قانون کی بدلون راولي او د لمړي وزیر مقام رامنځته کړي.

اقتصاد
• په ټولو سرحدي ولایتونو کې به د ګمرک رسمي ادارې جوړېږي چې ټرانزېټ په قانوني ډول اداره او د قاچاق مخنیوي وکړي.

اقتصاد
• هر ولایت ته به ځانګړې بودېجه ورکول کېږي، چې د عادي بوېدجې برخه به وي او د پارلمان لخوا به تصویبیږي.

اقتصاد
• د تولیداتو له هرې برخې سره کار کول، څو په شفافه توګه د ټولو افغانی توکو کیفیت لوړ شی

سوله او امنیت
• ولسمشر به په خپله مشرې نوې نظامي شورا رامنځته کړي څو د افغانستان د امنیتي پرمختګونو څخه په ورځني ډول منظم نظارت وکړي.

اقتصاد
• د یو ځانګړي دفتر جوړول چې د نویو سوداګریو پیلوونکي او اختراعات په کې ثبت شي، او د دوی حقونه خوندي او د شتمنۍ د ډېرولو په سرچینه بدل شی

اقتصاد
• پر دې باوري کېدل چې لږترلږه د هغو صنعتي پارکونو، چې کارول کېږي او یا به ژر وکارول شي، ۲۵ سلنه یې د ښځو لخوا مدیریت کېږي.

حکومتولي
• د ملکي خدمتونو په هره برخه کې د مېرمنو ګومارل او پرمختګ، او پر دې باوري کېدل، چې د کاري ځواک ۳۰ سلنه ښځې جوړوي.

سوله او امنیت
• د سولې بهیر په اړه د تصمیم نېونې په ټولو کچو کې ښځو ته ونډه ورکول

ټولنیز-کلتوري
• د ښځو د لوړو زده کړو لپاره د بودېجې ځانګړې کول

ټولنیز-کلتوري
• د ښوونځیو او پوهنتونونو د ښځینه ښوونکو او پروفیسرانو د وړتیاوو لوړول

اقتصاد
• هلمند په هلمند کې د مالوچو کښت او صادراتو ته پراختیا ورکول

اقتصاد
• هرات د هرات – ایران د اورګاډي پټلۍ بشپړول

اقتصاد
• ننگرهار د ننګرهار د کانال جوړول او دښتو ته د اوبو د بهیدلو مخنیوی

اقتصاد
• جوزجان په جوزجان ولایت کې د ګازو منابعو ته پراختیا ورکول

اقتصاد
• قندهار د سپین بولدک ولسوالۍ څخه د کندهار مرکز ته د اورګاډي پټلۍ جوړول

اقتصاد
• پکتیکا په پکتیا کې د مچلغو بند په شمول د بندونو جوړول

اقتصاد
• خوست د خوست هوایي ډګر په نړیوال هوایي ډګر بدلول

اقتصاد
• بامیان د بامیان د سړک له لارې د شمالي او سوېلي ولایتونو نښلول

سوله او امنیت
• د ناقانونه کسانو او ډلو بې وسلې کول

اقتصاد
• خوست په خوست ولایت کې د غلام خان سړک قیر کول

اقتصاد
• بامیان د ګردن دیوار حلقوي سړک قیر کول، چې د کابل – هرات او بامیان ترمنځ واقع دی

اقتصاد
• هلمند په هلمند کې د کجکي بند جوړول

ټولنیز-کلتوري
• هغو قضیو ته له سره کتنه چې ښځې په کې په تېروتنې سره زنداني شوې وي

ټولنیز-کلتوري
• د تدریسي روغتونونو جوړول

ټولنیز-کلتوري
• په ټولو طبي پوهنتونونو کې له لرې واټن څخه د زده کړې پراختیا

ټولنیز-کلتوري
• د قابله ګانو لپاره د لنډ مهالو روزنیزو کورسونو جوړول

ټولنیز-کلتوري
• په هېواد کې د روغتیايي مشخصاتو د شمېرنې برابرول

ټولنیز-کلتوري
• د ډاکټرانو د وړتیاوو د لوړوالي لپاره کار کول

ټولنیز-کلتوري
• د ښځینه ډاکټرانو او قابله ګانو په شمېر کې به زیاتوالی راوستل کیږي، څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي

حکومتولي
• کوچیانو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د هزاره جات سیمې ته داخل شي

ټولنیز-کلتوري
• داخلي بېځایه شوي به نه اړ کېږي چې خپلو سیمو ته لاړ شي

حکومتولي
• له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه په ایران کې د افغانستان په سفارت او کونسلګریو کې د ډېپلوماتانو زیاتول

حکومتولي
• د افغان کډوالو لپاره د سمو دولتي اسنادو جوړول

ټولنیز-کلتوري
• پوهنتون ته د داخلېدو په سېسټم کې سمون راوستل

ټولنیز-کلتوري
• په ټول هېواد کې د ښځو لپاره د سواد زده کړو پروګرام پلي کول

ټولنیز-کلتوري
• د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د سزا ورکولو په اړه باوري کېدل.

حکومتولي
• د هغو جایدادونو لپاره چې د وګړو اړوند دي، د ثبت د ادارې رامنځته کول

حکومتولي
• له ۵ کلونو څخه ۱۰ کلونو ته د پاسپورټ د مودې اوږدول

حکومتولي
• د وړتیا په نظر کې نېولو سره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو استخدام

حکومتولي
• د ټولو دولتي مامورینو لپاره د یوې کچې تنخوا ټاکل

حکومتولي
• د بېوزلۍ کچې د راټیټولو او پرمختګ په اړه د منظمو معلوماتو وړاندې کول

اقتصاد
• د کرنیزو اوبو مدیریت او اوبه خور ته پراختیا ورکول

اقتصاد
• په خلیجي هېوادونو کې د افغانانو د پانګونې محدودول

اقتصاد
• د غلو دانو د ساتلو لپاره د زېرمو جوړول

اقتصاد
• کروندګرو ته د پورونو ورکړه

اقتصاد
• په ۵ کلونو کې د بې کورۍ د له مینځه وړلو لپاره ګامونه اخېستل

اقتصاد
• د بې تجربې کارکوونکو د روزنی لپاره له شپږو اونیو تر شپږو میاشتو د روزنیزو پروګرامونو جوړول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x