نړۍ

امريکا ته د سعودي د استخباراتو د مشر سفر، ايا د واک د لېږد پروسه پيل شوه؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله د مرګ او له هغې وروسته د څوکۍ پر سر د شاهي کورنۍ تر منځ د پېښېدونکو شخړو او لانجو په اړه د سعودي د استخباراتو مشر خالد بن بندر بن عبدالعزيز تېره يکشنبه په يو بېړني رسمي سفر د امريکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسيد.

د سعودي رسمي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې خالد بن بندر به له لوړپوړو امريکايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټورو او مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې د خالد بن بندر د سفر
بنسټيزه موخه د نوي پاچا ټاکل او د هغه په اړه د امريکا خوښي راخپلول دي.

د څارونکو نظر له دې امله هم د فکر وړ دی، چې دا سفر په داسې وخت کې ترسره کيږي، چې ۹۱ کلن عمر خوړلی پاچا د مرګ په تخته پروت دی او د نمونيا ناروغۍ له امله يې پړپوس «سږي» کار پريښی او د ساه اخيستو لپاره يې ورته مصنوعي پايپ لګولی دی، چې ډېره موده کار نه شي کولای.

له هغه وخته، چې ملک عبدالله روغتون کې بستر شوی او شاهي ماڼۍ اعلان کړی، چې پاچا په نمونيا اخته دی او روغتيايي حالات يې د اندېښنې وړ دی، له هماغه وخته د نوي پاچا د ټاکنې به اړه ګنګوسې او پوښتنې راپورته شوي، چې څوک به د سعودي عربستان نوی پاچا وي او دا په داسې حال کې د سعودي د بنسټګر عبدالعزيز وروستی زوی او د ملک عبدالله ولي عهد سلمان په الزهامير ناروغۍ اخته دی. «الزهامير هغه ناروغي ده، چې له امله يې پر سر درد وي حافظه له کاره لويږي او سړي ته ژر ژر غوسه ورځي، سړی عصباني وي او کله ان د ليونتوب تر بريده ورسيږي.» او نوموړی نه شي کولای، چې دې ترينګلو حالاتو کې هېواد اداره کړي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د پاچا د واک لېږد به هغه مهال نور هم کړکيچن شي، چې د عبدالعزيز زامن ټول مړه شي او واک د عبدالعزيز د لمسيانو نسل ته پاتې شي.

د پاچا له ټاکلو وروسته د ولي عهد ټاکنه يو بل ستونزمن کار دی؛ ځکه چې د ملک عبدالله زوی، د وسله والو قواوو مشر امیر متعب او د کورنيو چارو وزير شهزاده محمد نايف هڅه کوي، چې د ولي عهد څوکۍ ته ځان ورسوي.د دې تر څنګ شاهي کورنۍ ته نږدې هغه سټې دي، چې قوي اقتصادي ځواک لري، مګر حکومت له واکه لرې ساتلي دي.

وروستۍ پرېکړه د امريکا ده

د پېښو څارونکي وایي، امريکا ته د سعودي چارواکو تکراري سفرونه په دې معنا دي، چې هر يو هڅه کوي، امريکا ته خپل باور پوخ کړي، چې واک ده ته وسپاري.
د ټولنيزو شبکو فعالانو د شيخ حازم صلاح ابو اسماعيل يوه پخوانۍ ويډويي وينا خپره کړې، چې د سعودي د میراثي واک په اړه يې خبرې کړي دي.
شيخ حازم د ملک عبدالعزيز له وخته تر دې دمه د واک د ويش او میراثي دولت په اړه خبرې کړي دي.

شيخ حازم ابو اسماعيل وايي، چې امريکا نه غواړي، د سعودي سياسي واک د عبدالعزيز مشر لمسي ته وسپاري، بلکې دوی هغو اړيکو ته ګوري، چې د سعودي شاهي ماڼۍ يې له امريکا سره لري.

سرچينه: شؤون خليجية ويب پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی هم ده ، مګر هغه څه چه مخکی له مخکی یی پیش بینی کیدله ، د ډیری حیرانتیا وړ نده ،مونږ څو کا له مخکی د دی بیښو د راتلو څیړنیزه لیکنه لیکلی وه ، زړه می دی چه به اړه یی بله د اوسنی حالاتو سره په ګډون لیکنه چه د اوس وخت حالات هم پکی رانغښتل شوی وی ولیکم او مسلمانانو ته یی وړاندی کړم چه په اسلامی امت کی څه راپیښیونکی دی ، چه په اسلامی هیواد ، او داسی هیواد چه د اسلام مرکز او اسلام له دی ځایه نشت کړی حرمین هلته شتون لری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x