نظــر

هیواد د بحرانونو په درشل کې !

رحیم الله حریفال

ډیر لرې به نه ځو په معاصر تاریخ کې د افغانستان د بخت کاسه هغه مهال نسکوره شوه ، چې د ( 1357 ) ه ل کال د ثور په ( 7 ) مه د کمونیزم تالي څټو د یوې خونړۍ کودتاه په ترڅ کې یو نسبتا په پښو ولاړ او د بریالیتوبونو په لوري روان نظام نسکور کړ . او تر اوسه هم چې په هیواد کې کومې ناخوالي راونې دي د هماغې کودتا ټس دی . او د (1358 ) ه ل کال د جدې د شپږمې یرغل د افغانانو غمونه او کړاونه لا اوږد مهاله کړل .

Harifal-Rahimullah
د لیکنې لیکوال رحیم الله حریفال

اما تاریخ تکراریږي دوهمه غمیزه نوی زور اخلي . دا غمیزه هله پیل شوه کله چې د وینه زبیښونکې امریکا د پالیسیو تطبیق کوونکي چالاکه لوبغاړي ( جان کیري ) د افغانستان لپاره دوه سری نظام رامنّځ ته کړ . او دا غمیزه ورځ تر بلې پراخیدونکې ده .

اوس ټول ملت او کارپوهان دا نارې وهي چې کابینه نه اعلانیږي او ټول تلوار یې د کابینې اعلانیدلو ته دی . اما پیښو ته ژوره کتنه نه کوي .

که چیرې ورستیو حالاتو ته ځیر شو کار د ګډوډۍ په خوا روان دی . او ورځ تربلې د نړیوالو توطیو عملي کیدو ته زمینه مساعدیږي .

دا خو لا پیل دی . پر څای د دې چې ګډ حکومت د هیواد یوالي ته پام وکړي . د اقتصادي او نورو سترو پلانونو په جوړولو یې غور کړی وای خپل منځ کې سره کښیوتل . د لومړۍ کټګورۍ کسانو یې د ماشومانو په څیر د تظاهر او ځان ښودنې سیالي پیل کړه . چا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچاوه ، چا نورو هیوادونو ته سفرونه وکړل اوځینو یې بیا د بیلابیلو ولایتونو له ګوتو په شمار کسانو سره ناستې جوړې کړې . خو پام مو وي چې حالات په دې وړو کارونو سره نه کنټرولیږي او بحرانونه ورځ تربلې د ډیریدو په حال کې دي . چې د روانو او راتلونکو بحرانونو پړه به د ګډ حکومت په غاړه وي . دلته په لنډه توګه یوه احتمالي بحران ته اشاره کوو چې په راتلونکی کې به هیواد له سترو ننګونو سره مخ کړي . هغه دا چې د ګډ حکومت لومړی معاون پر ځای د دې چې له جمهور ریس سره د هیواد د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته او همکاري وکړي . پلازمینه یې پریښي او له ډیرې مودې را په دې خوا تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې په یوازیتوب د جګړې د پرمخ بیولو او بریالیتوب شعارونه ورکوي. او یوځل بیا د ملیشو د رامنځ ته کولو پلانونه جوړوي . له بلې خوا د دوستم پخوانی رقیب عطامحمد نور په بلخ کې جلا واکمني لري او هره ورځ له پخوانیو جهادي مشران سره ناستې لري . چې دا کارونه پرځای د دې چې مشکلات را کم کړي نورې سترې ستونزې رامنځ کوي . او همدارنګه د سرې امپراطورۍ پاتې شوني ( خلقیان او پرچمیان ) هم قرار نه دي ناست او یو ځل بیا د واک او قدرت خوبونه ویني او په منظمه توګه کار کوي . ټول لوري هغه که په هیواد کې دننه دي او که بهر مخالف دي که موافق باید حقایق درک کړي یوازې د سترګو په پټولو سره د توپانونو له راتګ څخه بې غمه نه شي . له احساساتو کار وانه خلي او نه هم پټه خوله پاتې شي . بلکې هرڅوک باید په خپل وار خپل مسوولیت ادا کړي . ځکه داسې ښکاري چې کیدای شي هیواد یو ځل بیا د ملوک الطوایفي خوا ته ولاړ شي . او له تل پاتېو جنګ جګړو سره مخ شي، چې دا د ګاونډیانو او نړیوالو استخباراتي کړیو پخوانی او ستر هدف دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

پخوانی،أوننی متلونه ،پخوامتل وه،دکونډی دوه غوایی وو،یو ووت نه،بل ننه ووت نه:أوس متل ده دیوهیواددوه بیواکه مزدوران،په نامه رئیسان،دی په یوه خوله کیږی نه:دواړه سپاره دی یوهم کتیږی نه:کښته کیږی نه ،پدغه لارهیوادجوړیږی نه:هسی خوغلامان په څه شرمیږی نه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x