fbpx

وینډوز ۱۰ به کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د مایکروسافټ کمپنۍ یو له مشرانو څخه وویل چې د وینډوز ایکس پي (Windows XP) کاروونکي به مجبور وي چې خپل پخوانۍ وینډوز ډیلیټ او پر ځای يي وینډوز ۱۰ ښکته کړي.

خو د وینډوز ۷ او وینډوز ۸.۱ کاروونکي به مجبوره نه وي چې خپل پخواني وینډوز ډیلیټ کړي ځکه چې دغه کاروونکي کولی شي په وړیا او اتومات ډول خپل شته وینډوز د مایکروسافټ لخوا وړاندې شوی نوی وینډوز ته اپګریډ کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې دغه نوی وینډوز به ځینې پخواني سیسټمونو کې چې کافي اندازه رېم (RAM) او پروسېسر (Processor) ولري هم کار کوي او د کمپنۍ په وینا دغه نوی وینډوز به ډیر سپک وي او په سیسټمونو به فشار نه واردوي.

تر ټولو مهم خبر دا دی چې کاروونکي پرته له دې چې خپل مهم فایلونه له لاسه ورکړي خپل پخوانۍ وینډوز د مایکروسافټ نوی وینډز ۱۰ ته اپګریډ کولی شي.

له اپګریډ سره به د کاروونکو فایلونه او نور مهم سیټینګ په خپل ځای پاتې کیږي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې د همدې میاشت په ۲۱مه به د دغې وینډوز په اړه نور معلومات هم وړاندې کړي. مایکروسافټ کمپنۍ به د جنوري په ۲۱مه د مایکروسافټ افس نوی بڼه هم کاروونکو ته معرفي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د