افغانستان

حامد کرزای وایی پاکستان دافغانستان پرخاوره باندي ۴۷۰ توغندي تغولي دي

hamid_karzai_new_picture(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۶) کابل: دافغانستان اولس مشر حامد کرزي پرپاکستان باندي تورلګولي دی چي ددوو اونیو په اوږدوکي یی له پاکستان سره پرپوله باندی دهیواد په ختیځ کي پردوو ولایتونو باندي ۴۷۰ توغندي تغولي دي.

له سیمي څخه افغاني امنیتي چارواکوخبرورکړی دي چي دپاکستان له لوري څخه دروانو بریدونو په جریان کي تراوسه پوري ۳۶ ملکي وګړي وژل شوی دي، نوموړي زیاته کړه له پاکستان سره پرپوله باندي چي له کومي سیمي څخه دناټوځواکونه راپرشاشوی دی هغه سیمي دپاکستان هیواد له لوري دتغوندیو تربرید لاندي راغلي دی.

چي له مرګ ژوبله څخه وروسته دسیمي خلګ دي ته اړکړل شول چي سیمه خوشي کړي.

کله چي سیمه ملکي خلګو خالي کړه وروسته پاکستاني طالبان سیمي ته داخل شول اوخالي شوی سیمي یی په خپله ولکه کي واخیستي.

افغاني امنیتي چارواکو خبرورکړي دي چي دناټواوافغان ځواکونو په ګډ جوابي برید کي دپاکستان پرخاوره باندي توغندي تغولي دي، لیکن پاکستاني فوځي کړیو اوهمدارنګه دناټوځواکونو دافغاني امنیتي چارواکودڅرکندونو په اړه چي دپاکستان پرخاوره یی توغندی تغولي دي ناخبري ښودلي ده

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x