fbpx

ایسوس (Asus) د نړۍ لومړۍ ۴ ګیګابایټ رېم لرونکی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): ایسوس کمپنۍ تیر کال خپل انډرایډ اپریټنګ سیسټم لرونکی سمارټ فون نړیوال نندارتون ته وړاندې کړ. خو د تیرې ورځې په نندارتون کې دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون نندارې ته وړاندې کړی.

دغه نړیوال نندارتون کې دغه کمپنۍ خپل دوه سمارټ فونه د زېنفون ۲ (Zenfone 2) او زېنفون زوم (Zenfone Zoon) په نامه معرفي کړ. چې دغه سمارټ فون د نړۍ په تاریخ کې لومړۍ سمارټ فون دی چې ۴ ګیګابایټ رېم لري.

اوس به مو د دغې کمپنۍ له زېنفون ۲ سره اشنا کړو.

– دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه مکمل ایچ ډی سکرین لري.

– دوه سیم کارټ قبلولو وړتیا.

– ۲.۳ ګیګاهرتز انټل اتم (Interl Atom) پروسېسر.

– ۴ ګیګابایټ رېم

– ۱۶/۳۲/۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا چې کاروونکي تر ۶۴ ګیګابایټ میموري کارډ هم په کې کارولی شي.

– ۱۳ میګاپکسله اصلي کامره.

– د دغې سمارټ فون باطرۍ به په ۳۹ دقیقو کې ۶۰٪ چارجیږي.

– انډرایډ ۵ اپریټنګ سیسټم.

– وزن ۱۷۰ ګرامه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د