افغانستان

جګړو ځپلی هلمند: نوزاد کې د راکټ پریوتو له کبله درې ملکیان شهیدان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۱۶مه، ۱۳۹۳ل): له جګړه ځپلي هلمند څخه ورکول شوی راپور کاږي، چې تېره ورځ د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ په شیخ زو سېمه کې د ملکي وګړو پر یوه کور باندې د راکټ مرمۍ لګیدلې .

د سېمي اوسېدونکي او سیمه یېز امنیتي چارواکي پېښه تاییدوي .

د سېمي اوسېدونکي وايي، چې په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او دوه نور ژوبل دي، چې دا مهال د هلمند په ولایتي روغتون کې تر بېړنۍ درملنې لاندي دي.

د سېمي یو تن اوسیدونکی خیرالله خبریالانو ته وویل، چې پېښه پرون شپه وروسته له هغې را پېښه شوه، چې په سېمه کې د طالبانو او ملي اردو د عسکرو تر منځه جګړه روانه وه.

نوموړي ونه ویل، چې مرمۍ له کوم لورې را توغول شوې، خو وايي، چې د یوې کورنۍ درې تنه چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، ووژل او دوه تنه نور یې ژوبل کړل.

حکومتي سرچینې د پېښې پړه پر طالبانو ور اچوي، خو طالبانو تر اوسه د پېښې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د یادونې وړ ده، چې له تیرې اونۍ راهیسې دا په هلمند کې دریمه خونړۍ پېښه ده، چې قربانیان یې یوازې او یوازې ملکي وګړي دي.

په لومړۍ پېښه کې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د محمد اکا په نوم د یو کلیوال پر کور د ملي اردو له څلورو پوستو څخه هم مهاله راکټي او د هاونونو بریدونه وشول، چې د واده مراسم په کې ترسره کېدل.

په دغه خونړي برید کې چې ولایتي چارواکي یې «دستوري او پلان شوی بولي» د ناوې په شمول ۵۹ ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل.

د برید وروسته هلمندي ولس ددغه ولایت مقام مخې ته لاریون پیل کړ او غوښتنه کوي چې عاملینو ته اشد مجازات ورکړي.

دوهمه ورته خونړۍ پېښه چې سیمه یېزو امنیتي چارواکو هم تایید کړې، د جمعې په ورځ د ګرشک ولسوالۍ په سیدانو کلي کې رامنځته شوه، چې څلور تنه کلیوال پکې په شهادت ورسېدل.

هېره دې نه وي، چې د ولسي خلکو د پرله پسې غوغا سرېره لا هم د هلمند د دې درې واړو زړه بوږنونکو پېښو په تړاو ارګ او د ګډ حکومت مشران غلي دي او تر اوسه یې نه پېښې غندلې او نه یې هم د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې.

خو په ورته وخت کې د طالباننو مشر ملا محمد عمر مجاهد خپلو ټولو قومندانانو او نظامي کسانو ته د ملکي تلفاتو په اړوند ځينې هدایات او سپارښتنې کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې که هر څوک ملکي وګړو او د هغوی ژوند ته ګواښ پېښ کړي، نو د دوی له لورې به جدي برخورد ورسره کېږي او د شرعي اصولو سره سم به په مجازاتو محکوم کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close