نن د افغانستان په بیلا بیلو برخو کي د بهرنيو عسکر ۴ سرتیري ووژل شوه
نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کي د بهرني ځواکونو ۴ تنه عسکر ووژل شوه او درې نور ټپیان شوه.
په کابل کي د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر په یوه وروستۍ خبرپاڼه کي ویلي چي نن د افغانستان په ختیځه کي یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو په مخامخ برید کي ووژل شو.
تر دې دمخه هم په جلا جلا خبرپاڼو کي ویل شوي وه
چي د افغانستان په لویدیځه کي دوه او په جنوب کي یو عسکر وژل شوی وو.
که څه هم ایساف د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند کړی، خو د هسپانیې وزارت دفاع ویلي چي نن د افغانستان په لویدیځ ولایت بادغیس کي د دوی دوه تنه هسپانوي عسکر ووژل شوه او درې نور ټپیان شوه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلی چي نن طالبانو د بادغیس ولایت د سنګ اتش د ولسوالۍ د ګله خانو په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو یوه عراده موټر له منځه یووړ ، چي له کبله يې ۵ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.
باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کي بهرني ځواکونو تر اوسه خپل د ۵۶ عسکرو وژل منلي.
د یادوني وړ ده چي په تیره میاشت مئي کي هم ۵۶ عسکر وژل شوي وه.